YouVersion Logo
Search Icon

لوقا 22

22
دوويشتم باب
د حضرت عيسىٰ د قتل سازش
1خو اوس د پتيرې روټۍ د اختر ورځ رانزدې شوې وه کومې ته چې د فسح اختر وئيلے شى. 2نو په دې موقع مشرانو اِمامانو او د شرعې عالمانو دا کوشش کولو چې څۀ داسې بهانه ولټوى چې عيسىٰ قتل کړى، ځکه چې هغوئ د خلقو نه يرېدل. 3خو بيا شېطان په يهوداه اِسکريوتى کښې ورننوتو چې په هغه دولسو مريدانو کښې يو وو. 4او يهوداه د مشرانو اِمامانو او د خُدائ د کور د آفسرانو سره مشورې له لاړو چې داسې څۀ بهانه پېدا کړى چې عيسىٰ به څنګه هغوئ ته حواله کړى. 5هغوئ ډېر خوشحاله شول او د هغۀ سره يې د پېسو وعده وکړه. 6نو هغه په دې کار رضا شو او بيا د داسې موقعې په تلاش کښې شو چې کله هغۀ سره نور خلق نۀ وى نو هغوئ ته به يې حواله کړى.
د فسح د اختر تيارے
7بيا د پتيرې روټۍ ورځ راغله په کومه ورځ چې د فسح ګډورے قربانى کېدونکے وو. 8نو عيسىٰ بيا پطروس او يوحنا د دې هداياتو سره ولېږل چې، ”لاړ شئ او زمونږ دپاره د فسح خوراک تيار کړئ چې وې خورو.“ 9هغوئ تپوس وکړو چې، ”ستا کوم ځائ خوښ دے چې مونږ په کښې تا له د فسح خوراک تيار کړُو؟“ 10هغۀ جواب ورکړو چې، ”څنګه چې تاسو ښار ته ننوځئ نو تاسو به يو سړے ووينئ چې د اوبو منګے به وړى. هغه چې کوم کور ته ورننوځى نو هم هغه کور ته ورننوځئ. 11او د کور خاوند ته دا پېغام ورکړئ، اُستاذ وائى چې هغه د مېلمنو کمره کومه يوه ده چرته چې به زۀ د مريدانو سره د فسح خوراک کوم؟ 12نو هغه به تاسو ته يوه لويه تياره کړے شوې بالاخانه وښائى، زمونږ دپاره هلته د فسح تيارى وکړئ.“ 13هغوئ لاړل او هلته يې هر څيز د هغۀ د وينا په مطابق وليدلو. هغوئ د فسح دپاره تيارے وکړو.
د عشاء ربانى مقررول
14کله چې هغه وخت راورسېدو نو عيسىٰ سره د خپلو رسولانو روټۍ ته کښېناستو. 15هغۀ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”زما دا ډېر ارمان وو چې د مصيبت زغملو نه وړاندې زۀ تاسو سره د فسح خوراک وکړم. 16ځکه چې زۀ تاسو ته دا وايم چې د دې نه پس به زۀ تر هغې بيا دا روټۍ هيچرې ونۀ خورم ترڅو چې د خُدائ پاک په بادشاهۍ کښې د دې مقصد پوره نۀ شى.“ 17بيا عيسىٰ يوه پياله راواخسته او د شُکر کولو نه پس يې وفرمائيل، ”دا واخلئ او په خپلو کښې يې تقسيم کړئ. 18ځکه چې زۀ تاسو ته دا وايم چې د دې نه پس به زۀ د انګورو رس بيا تر هغې ونۀ څښم ترڅو چې د خُدائ پاک بادشاهى رانۀ شى.“ 19بيا هغۀ روټۍ راواخسته، شُکر يې پرې وکړو او ماته يې کړه او هغوئ له يې ورکړه او وې فرمائيل، ”دا زما بدن دے چې ستاسو دپاره ورکړے کيږى. زما په ياد کښې دغه شان کوئ.“ 20او هم دغه شان يې د روټۍ نه پس پيالۍ واخسته او وې فرمائيل چې، ”دا پيالۍ زما په هغه وينه کښې کومه چې ستاسو دپاره توئيږى، د خُدائ پاک او انسانانو تر مينځه نوے لوظ دے. 21خو ګورئ، زما د مُخبر لاس هم ما سره په دسترخوان باندې دے. 22ځکه چې اِبن آدم څنګه چې مقرر شوے دے، هغه شان به مرګ ته ورځى، خو افسوس په هغه سړى دے چې په اِبن آدم مُخبرى کوى.“ 23په دې خبره هغوئ په خپلو کښې په بحث شُو چې په مونږ کښې به دا کار څوک کوى.
د لويوالى په حقله بحث کول
24بيا د هغوئ په مينځ کښې دا بحث شروع شو چې په دوئ کښې به د ټولو نه لوئ څوک وى. 25خو عيسىٰ وفرمائيل چې، ”د قومونو بادشاهان په خپلو خلقو حکومت کوى او څوک چې پرې اختيار لرى هغوئ ته د خلقو خير خواه وئيلے کيږى. 26خو په تاسو کښې دې داسې نۀ وى. په تاسو کښې دې د ټولو نه مشر ځان د ټولو نه کشر ګڼى او ستاسو مشر دې لکه ستاسو د خادِم په شان وى. 27نو په دوئ کښې څوک لوئ دے؟ هغه څوک چې روټۍ ته ناست وى او کۀ هغه څوک چې خِدمت کوى؟ يقيناً هغه څوک چې روټۍ ته ناست وى. خو زۀ دلته ستاسو په مينځ کښې د خِدمتګار په شان يم. 28تاسو هغه خلق يئ چې زما په آزمېښتونو کښې ما سره ولاړ وئ. 29او اوس زۀ هغه بادشاهى تاسو له درکوم کومه چې زما پلار ما له راکړې ده. 30نو تاسو به زما په بادشاهۍ کښې زما په دسترخوان خوړل څښل کوئ، او په تختونو به د بنى اِسرائيلو د دولسو قبيلو د فېصلو دپاره کښېنئ.
د حضرت عيسىٰ د پطروس د اِنکار پېشګوئې کول
31شمعونه، اے شمعونه، وګوره، خبردار شه. شېطان غواړى چې هغه تاسو لکه د غنمو د دانو وڅنډى. 32خو ما ستا دپاره دا دُعا کړې ده چې ستا ايمان لاړ نۀ شى او کله چې تۀ ما ته راوګرځې نو تۀ خپل وروڼه مضبوط کړه.“ 33پطروس جواب ورکړو چې، ”مالِکه، زۀ تا سره جيل او مرګ ته هم تيار يم.“ 34عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل، ”پطروسه، زۀ تا ته وايم چې نن شپه به چرګ تر هغې بانګ ونۀ وائى ترڅو چې تۀ زما د پېژندګلو نه درې ځله اِنکارى نۀ شې.“
په خُدائ پاک باندې توکل کول
35عيسىٰ خپلو مريدانو ته وفرمائيل، ”کله چې ما تاسو بې‌پېسو، بې‌بټوې او بې‌پيزاره تش لاس لېږلى وئ، ولې تاسو د څۀ څيز حاجتمند شوئ؟“ هغوئ جواب ورکړو چې، ”نه.“ 36عيسىٰ وفرمائيل چې، ”اوس د چا سره چې بټوې وى، هغه دې د ځان سره واخلى او خپلې کڅوړې دې هم ورسره وى، او کۀ تُوره ورسره نۀ وى، نو هغه دې خپله چُوغه خرڅه کړى خو تُوره دې واخلى. 37ځکه چې صحيفې فرمائى چې، ”هغه په باغيانو کښې حساب کړے شو،“ او دا الفاظ به ضرور زما په حقله پوره کيږى، بې‌شکه هر څۀ چې زما په حقله ليکلے شوى دى، هغه به پوره کيږى.“ 38هغوئ ووئيل، ”وګوره مالِکه، مونږ سره دا دوه تُورې دى.“ هغۀ وفرمائيل، ”دا کافى دى.“
د زيتُونو په غر د حضرت عيسىٰ دُعا
39بيا عيسىٰ بهر ووتو او د خپل دستور په مطابق د زيتُونو غر ته لاړو او مريدان هم ورسره وُو. 40هر کله چې هغه هغه ځائ ته ورسېدو نو هغوئ ته يې وفرمائيل، ”دُعا وکړئ چې د آزمېښت په وخت ناکامه نۀ شئ.“ 41هغه په خپله د هغوئ نه يو څو قدمه وړاندې لاړو، په ګوډو شو او دُعا يې شروع کړه، 42”اے پلاره، کۀ دا چرې ستا رضا وى نو دا پياله زما نه اخوا کړه. زما مرضى نه بلکې ستا مرضى دې پوره شى.“ 43بيا يوه فرښته د آسمان نه راغله چې هغه مضبوط کړى. 44او په سخته پرېشانۍ کښې يې لا نوره هم په جوش سره دُعا وکړه او د هغۀ خوله لکه د وينو د څاڅکو په شان په زمکه څڅېدله. 45کله چې عيسىٰ د دُعا نه پاڅېدو او خپلو مريدانو له راغلو نو هغوئ يې غم زپلى اودۀ وموندل. 46هغوئ ته يې وفرمائيل، ”دا تاسو ولې اودۀ يئ؟ پاڅئ او دُعا وکړئ چې د آزمېښت په وخت ناکامه نۀ شئ.“
د حضرت عيسىٰ مُخبرى کول او د هغۀ ګرفتارول
47خو چې عيسىٰ لا دا خبرې کولې نو ډېر خلق راغلل، او يهوداه نومې سړے څوک چې د دولسو مريدانو نه يو وو، د هغوئ نه مخکښې وو. هغه عيسىٰ له راغلو چې ښکل يې کړى. 48خو عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”يهوداه، تۀ د اِبن آدم مُخبرى په ښُکلولو کوې څۀ؟“ 49کله چې د عيسىٰ ملګرو دا وليدل چې څۀ کيږى نو هغوئ ووئيل، ”مالِکه، مونږ د خپلو تُورو نه کار واخلو څۀ؟“ 50او په هغوئ کښې يو د مشر اِمام په نوکر ګزار وکړو او د هغۀ ښے غوږ يې پرې کړو. 51خو عيسىٰ جواب ورکړو، ”بس مۀ کوئ.“ بيا هغۀ د هغه سړى په غوږ لاس کېښودو او روغ يې کړو. 52بيا عيسىٰ مشرانو اِمامانو او د خُدائ د کور حفاظت کوونکو آفسرانو او مشرانو ته کوم چې د هغۀ نيولو له راغلى وُو وفرمائيل، ”ولې تاسو ما ډاکو ګڼئ چې تُورو او کوتکو سره زما نيولو له راغلى يئ؟ 53زۀ هره ورځ تاسو سره د خُدائ په کور کښې وم نو تاسو ما ته لاس وانۀ چولو خو اوس دا ستاسو دپاره موقع ده او د تورې تيارې اختيار.“
د حضرت عيسىٰ نه د پطروس اِنکار
54بيا يې عيسىٰ ګرفتار کړو او د مشر اِمام کور ته يې بوتلو او پطروس ورپسې په څۀ فاصله کښې وروستو روان وو. 55کله چې هغوئ د صحن په مينځ کښې اور بل کړو او ګېرچاپېره ترې کښېناستل نو پطروس هم د هغوئ په مينځ کښې کښېناستو. 56نو بيا يوې وينځې چې د اور په رڼا کښې هغه وليدو نو ورته يې نېغ وکتل او وې وئيل، ”دا سړے خو هم ورسره وو.“ 57خو پطروس د دې نه اِنکار وکړو. هغۀ ووئيل، ”اے ښځې، زۀ يې څۀ پېژنم؟“ 58لږه شېبه وروستو بل چا وليدو او وې وئيل چې، ”تۀ خو هم په هغوئ کښې يو يې.“ خو پطروس ووئيل چې، ”نۀ، زۀ هغه نۀ يم.“ 59يوه ګينټه به تيره وه چې يو بل تن نور هم په کلکه ووئيل چې، ”بې‌شکه، دا سړے هم ورسره وو ځکه چې دے هم ګليلى دے.“ 60خو پطروس ووئيل، ”سړيه، زۀ خبر نۀ يم چې دا تۀ لا څۀ وائې.“ په هغه ساعت چې هغۀ لا خبرې کولې نو چرګ بانګ ووئيلو. 61بيا مالِک پطروس ته وکتل او پطروس ته د مالِک خبرې رايادې شوې چې ورته يې فرمائيلى وُو، ”نن هم په دې شپه د چرګ د بانګ وئيلو نه مخکښې به تۀ درې ځله زما نه اِنکارى شې.“ 62نو هغه بهر ووتو او په چغو چغو يې وژړل.
د حضرت عيسىٰ سپکاوے او وهل
63کومو خلقو چې د عيسىٰ څوکيدارى کوله، هغوئ ورپورې ټوقې وکړلې او وې وهلو. 64سترګې يې ورله وتړلې او د هغۀ نه يې بار بار دا تپوسونه کول، ”کۀ تۀ نبى يې نو مونږ ته دا ووايه چې تۀ چا ووهلې.“ 65او دغه شان هغوئ د هغۀ نور ډېر سپکاوے هم کولو.
حضرت عيسىٰ د جرګې په وړاندې
66چې ورځ شوه نو اولسى مشران، مشران اِمامان او د شرعې عالمان راټول شول او عيسىٰ يې د خپلې جرګې وړاندې پېش کړو. 67هغوئ ووئيل، ”مونږ ته ووايه چې تۀ په رښتيا مسيح يې؟“ هغۀ جواب ورکړو، ”کۀ زۀ درته وايم نو تاسو به په ما يقين ونۀ کړئ. 68او کۀ زۀ درنه تپوس وکړم نو تاسو به جواب رانۀ کړئ. 69خو د دې نه پس به اِبن آدم د خُدائ پاک ښى لاس ته ناست وى.“ 70هغوئ ټولو ووئيل، ”نو بيا تۀ د خُدائ پاک زوئ يې څۀ؟“ هغۀ جواب ورکړو، ”دا تاسو وايئ چې زۀ يم.“ 71بيا هغوئ ووئيل، ”ولې د دې نه پس مونږ ته د نورې ګواهۍ حاجت شته څۀ؟ مونږ د دۀ د خپلې خولې نه په خپله دا خبره واورېده.“

Currently Selected:

لوقا 22: PYPB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in