2
دوېم باب
د حضرت عيسىٰ پېدايښت
1په هغه ورځو کښې د رومى قيصر اوګوستوس د طرف نه دا فرمان جارى شو چې په رومى بادشاهۍ کښې دې د ټولو خلقو مردمشمارى وشى. 2دا وړومبۍ مردمشمارى وه چې د شام د ګورنر کيرينيوس په وخت کښې وشوه. 3د دې دپاره هر يو کس خپلې خپلې ښاريې ته د مردمشمارۍ دپاره لاړو. 4نو دغه شان يوسف هم د ګليل د ناصرت نه يهوديه ته لاړو چې د داؤد په ښاريه بيتلحم کښې خپل نوم وليکى ځکه چې هغه د داؤد د خاندان نه وو. 5او هغه سره د مريمې لاړو څوک چې د هغۀ چنغله وه او هغه د مخکښې نه اُميدواره وه. 6او کله چې هغوئ لا هلته کښې وُو نو د هغې ماشوم د پېدا کېدو ورځې پوره شوې، 7او د هغې اول زوئ پېدا شو. هغې هغه په اوړنى کښې ونغښتو او په يو اخور کښې يې کېښودو ځکه چې په سرائى کښې د هغوئ دپاره ځائ نۀ وو.
شپونکى او فرښتې
8هم په دغه علاقه کښې څۀ شپونکى وُو چې په پټو کښې يې د شپې د خپلو رمو څوکيدارى کوله، 9چې ناګهانه د مالِک خُدائ فرښته د هغوئ په وړاندې راڅرګنده شوه او د مالِک خُدائ نُور د هغوئ چارچاپيره خور شو او هغوئ يرې واخستل. 10خو فرښتې هغوئ ته وفرمائيل چې، ”يرېږئ مه. ما تاسو له يو ښۀ زېرے راوړے دے چې د ټولو خلقو دپاره به يوه لويه خوشحالى وى. 11نن د داؤد په ښار کښې ستاسو خلاصونکے پېدا شوے دے چې هغه مسيح مالِک دے. 12او ستاسو دپاره د هغۀ دا نښه ده چې تاسو به يو ماشوم په اوړنى کښې انغښتے په اخور کښې ومومئ.“ 13ناګهانه د هغې فرښتې سره د آسمانى لښکر يوه ډله راڅرګنده شوه او د خُدائ پاک دا ثنا يې ووئيله چې، 14”د خُدائ پاک حمد دې وى پاس په آسمان کښې، او په زمکه دې د هغه خلقو دپاره خير او سلامتى وى د چا نه چې هغه رضا دے.“ 15کله چې فرښتې د هغه ځايه آسمان طرف ته رُخصت شوې نو شپونکو يو تر بله ووئيل، ”ځئ چې اوس سمدستى بيتلحم ته لاړ شُو او دا شوے کار ووينو کوم چې مالِک خُدائ مونږ ته څرګند کړے دے.“ 16هغوئ په منډه لاړل د مريمې او يوسف پته يې ولګوله او هغه ماشوم يې په اخور کښې پروت وموندلو. 17کله چې هغوئ هغه ماشوم وليدو نو زر يې دا خبره خوره کړه څۀ چې دوئ ته د هغۀ په حقله وئيلے شوى وُو. 18او د دې شپونکو خبره چې چا واورېدله، ټول حق حېران شول. 19خو مريمې په دې ټولو واقعو سوچ کولو او په زړۀ کښې يې ساتلى. 20خو شپونکو په واپس تلو کښې د خُدائ پاک ثناء صِفت بيانولو ځکه چې بلکل هر څۀ يې هغه شان وليدل او واورېدل لکه څنګه چې فرښتې ورته فرمائيلى وُو. 21اتۀ ورځې پس هغه سنت شو او د هغۀ نوم يې عيسىٰ کېښودو. دا هغه نوم وو چې د هغۀ د مور په ګېډه کېدو نه مخکښې فرښتې په هغۀ اېښودے وو.
د خُدائ په کور کښې د حضرت عيسىٰ پېش کول
22نو د موسىٰ د شريعت په مطابق چې د هغوئ د څلوېښتۍ ورځې پوره شوې نو يروشلم ته يې بوتلو چې مالِک خُدائ ته يې پېش کړى، 23لکه چې د مالِک خُدائ په شريعت کښې ليکلى دى چې، ”هر وړومبے نر ماشوم چې پېدا شى هغه به مالِک خُدائ ته وقف شى.“ 24نو هغوئ بيا د مالِک خُدائ د شريعت په مطابق قربانى وکړه، يعنې يوه د کُړکوړو جوړه يا د کونترو دوه بچى. 25په هغه ورځو کښې په يروشلم کښې شمعون نومې يو سړے وو. هغه رښتينے او پرهيزګاره وو، څوک چې د بنى اِسرائيلو د بچ کېدو په طمع وو او د روحُ القُدس نه معمور وو. 26روحُ القُدس هغۀ ته دا پېغام ورکړے وو، ترڅو پورې چې تا د مالِک خُدائ مسيح ليدلے نۀ وى تر هغې به تۀ نۀ مرې. 27نو هغه د روحُ القُدس په هدايت د خُدائ کور ته راغلو. او کله چې د عيسىٰ مور پلار هغه ماشوم عيسىٰ دننه راوړو چې د شريعت په مطابق يې خُدائ ته وقف کړى، 28نو شمعون هغه په غېږ کښې واخستو او د خُدائ پاک ثنا يې ووئيله، او داسې يې ووئيل چې، 29”اے مالِکه، نن تۀ خپل خادِم د خپلې وعدې په مطابق په سلامتۍ سره رخصتوې، 30ځکه چې ما په خپلو سترګو ستا هغه خلاصون وليدلو 31چې تا د ټولو قومونو په وړاندې تيار کړے دے. 32هغه به د د غېريهوديانو دپاره رڼا وى او بنى اِسرائيلو ته به جلال ورکړى.“ 33د ماشوم مور او پلار هغه خبرو ته ګوته په خولۀ وو کومې خبرې چې د هغۀ په حقله وئيلے شوې. 34بيا شمعون د هغۀ دپاره برکت وغوښتو او د هغۀ مور مريمې ته يې ووئيل چې، ”دا ماشوم په بنى اِسرائيلو کښې د ډېرو د بربادېدو او آبادېدو دپاره مقرر شوے دے، او د خُدائ پاک د طرف نه داسې نښه ده چې ډېر خلق به د هغۀ مخالفت کوى 35ځکه چې د ډېرو خلقو د زړُونو پټ خيالونه به ښکاره شى. او د غم په وجه به ستا حال داسې وى لکه ستا زړۀ چې په تُوره وهلے شوے وى.“ 36په دغه ورځو کښې د آشر په خيل کښې حناه نومې يوه پېغمبره وه څوک چې د فنواېل لور وه. هغه ډېره بوډۍ ښځه وه او د وادۀ په اوؤم کال کونډه شوې وه، 37او بيا د څلورو اتياو کالو پورې کونډه وه. هغې د خُدائ د کور د تلو راتلو پابندى کوله، شپه او ورځ به يې روژې ساتلې او دُعا به يې کوله 38نو په هغه ساعت هغه راغله او د خُدائ پاک شُکر يې وکړو. نو هغې هغه ټولو خلقو ته د هغه ماشوم په حقله خبرې وکړې چې د يروشلم د آزادۍ په اِنتظار وُو. 39هرکله چې يوسف او مريم د مالِک خُدائ د شريعت په مطابق هر څۀ پوره کړل نو هغوئ په ګليل کښې خپلې ښاريې ناصرت ته واپس شول. 40نو دغه ماشوم لوئېدو، قوت او حکمت يې موندلو او د خُدائ پاک فضل ورسره وو.
حضرت عيسىٰ د خُدائ په کور کښې
41د عيسىٰ مور پلار به هر کال يروشلم ته د فسحې اختر له تلل. 42او چې هغه د دولسو کالو شو نو هغوئ د خپل دستور په مطابق د اختر دپاره لاړل. 43نو چې د اختر ورځې پوره شوې او هغوئ کور ته واپس روان شول نو عيسىٰ په يروشلم کښې ايسار شو خو مور پلار ته يې پته نۀ وه. 44او هغوئ ټوله ورځ په دې خيال سفر وکړو چې ګنې هغه به په قافله کښې چرته وى، خو ماښام يې بيا په خپلو خپلوانو او دوستانو کښې د هغۀ لټون شروع کړو. 45چې وې نۀ موندلو نو يروشلم ته راواپس شول چې هلته يې ولټوى. 46په درېمه ورځ يې هغه د خُدائ په کور کښې ناست وموندلو چې د اُستاذانو سره ناست وو او د هغوئ خبرو ته يې غوږ نيولے وو او تپوسونه يې ترې کول. 47او هغوئ ټول چا چې د هغۀ خبرې واورېدې، د هغۀ په پوهه او په جوابونو اريان دريان وُو. 48مور پلار د هغۀ په ليدو حق حېران شول او د هغۀ مور ورته ووئيل چې، ”زويه. تا مونږ سره داسې ولې وکړل؟ ستا پلار او ما تۀ ډېر په فکرمندۍ سره لټولې.“ 49هغۀ ورته وفرمائيل چې، ”تاسو زۀ ولې لټولم؟ تاسو ته پته نۀ وه چې ما ته د خپل پلار په کور کښې پاتې کېدل په کار وو؟“ 50خو هغوئ د هغۀ د خبرې په مطلب ونۀ رسېدل. 51بيا هغه د هغوئ سره ناصرت ته واپس لاړو او د هغوئ د تابعدارۍ لاندې يې وخت تېرولو. مور يې دا ټولې خبرې په زړۀ کښې پټې وساتلې. 52او د عيسىٰ حِکمت او ونه لوئېدل او د خُدائ پاک او د بنى آدمو په نظر کښې يې قبوليت وموندو.