3
درېم باب
د دشمن سزا
1نو ګورئ، په هغه ورځو او په هغه وخت کښې، کله چې زۀ د يهوداه او يروشلم قسمتونه بحال کړم، 2زۀ به ټول قومونه رايوځائ کړم او هغوئ به لاندې د يهوسفط وادۍ ته راولم. هلته به زۀ د هغوئ خلاف عدالت شروع کړم، د خپل ميراث يعنې د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو په خاطر، ځکه چې هغوئ زما خلق د قومونو په مينځ کښې خوارۀ وارۀ کړى دى او زما مُلک يې په خپل مينځ کښې تقسيم کړے دے. 3هغوئ زما په غوره شوو خلقو په خپلو کښې پچه واچوله. او هغوئ د کنجرو حاصلولو دپاره هلکان خرڅ کړل، او د ميو څښلو دپاره يې پېغلې جينکۍ خرڅې کړې. 4اے د صور، او صيدا او د فلستيه ټولو علاقو، اوس تاسو سره زما خلاف څۀ دى؟ ولې تاسو ما نه د هغه څۀ بدل اخلئ چې ما کړى دى؟ کۀ تاسو داسې کوئ، زۀ به په تېزۍ او تُندۍ سره په تاسو هغه څۀ وکړم، څۀ چې تاسو کړى وى. 5ځکه چې تاسو زما سپين زر او سرۀ زر واخستل او زما قيمتى خزانې مو خپلو مندرونو ته يوړې. 6تاسو د يهوداه او د يروشلم خلق په يونانيانو خرڅ کړل او هغوئ دې د خپل مُلک نه لرى ولېږل. 7ګوره زۀ به هغوئ د هغه ټولو ځايونو نه واپس راولم په کومو کښې چې تاسو خرڅ کړى دى، او زۀ به ستاسو په سرونو هغه څۀ راولم، کوم چې تاسو کړى دى. 8زۀ به ستاسو زامن او لوڼه د يهوداه په خلقو خرڅ کړم، او هغوئ به دوئ په لرې مُلک سبائيانو باندې خرڅ کړى. ما، مالِک خُدائ دا وفرمائيل.“ 9د قومونو په مينځ کښې دا اعلان وکړئ چې د جنګ دپاره تيار شئ، خپل ټول جنګيالى راوغواړئ، ټول جنګيالى نزدې راشئ او حمله وکړئ. 10د خپلو قلبو د يوو نه په ټکولو تُورې جوړې کړئ او د خپلو بوټو د قينچيانو نه نېزې جوړې کړئ. کمزورے دې هم ووائى چې، ”زۀ تکړه يم.“ 11اے ټولو قومونو د هر طرف نه زر تر زره راشئ، او په وادۍ کښې رايوځائ شئ. اے مالِکه خُدايه، اوس خپل لښکر راوغواړه. 12قومونه دې راپاڅى، هغوئ دې د يهوسفط وادۍ ته لاړ شى. هلته به زۀ مالِک خُدائ ناست يم، چې د ګېرچاپېره ټولو قومونو عدالت وکړم. 13د هغوئ بدکارى ډېره لويه ده، لور وچلوئ ځکه چې فصل پوخ شوے دے. راشئ، انګور د پښو لاندې چخڼى کړئ ځکه چې د انګورو لنګرۍ ډکه ده. او د ذخيره کولو چاټۍ تر خولې ډکه ده. 14په زرګونو زرګونو خلق د عدالت په وادۍ کښې دى. ځکه چې د عدالت په وادۍ کښې د مالِک خُدائ د قيامت ورځ رانزدې ده. 15نمر او سپوږمۍ به تور شى، او ستورى به نور نۀ ځليږى. 16مالِک خُدائ به د صيون نه وغړمبيږى، او د يروشلم نه به لکه د زمرى وغوريږى، آسمان او زمکه به ولړزيږى. خو مالِک خُدائ به د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو دپاره د پناه ځائ او مضبوطه قلعه وى.
د خُدائ پاک د خلقو دپاره برکت
17”نو بيا به تاسو ته پته ولګى چې زۀ، مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک، په خپل مقدس غر صيون کښې اوسېږم. يروشلم به مقدس وى، او د پردى وطن لښکر به بيا هيڅکله هغه فتح نۀ کړى. 18په هغه ورځ به د غرونو نه نوى مے څڅيږى، او غونډو نه به پئ بهيږى، او د يهوداه ټولو ولو کښې به ډيرې اوبۀ روانې وى، او د مالِک خُدائ د کور نه به يوه چينه بهيږى چې د کيکر وادى به اوبۀ کوى. 19خو مِصر به وران ويجاړ شى، او ادوم به بيابان شى، ځکه چې هغوئ د يهوداه په خلقو ظلم وکړو، او هم د هغوئ په خپل مُلک کښې يې بېګناه خلق ووژل. 20خو يهوداه به د تل دپاره آباد وى، او يروشلم به تر ټولو نسلونو قائم پاتې شى. 21زۀ به د هغوئ د قتلونو بدل اخلم کوم چې تر اوسه پورې ما نۀ دے اخستے. ځکه چې مالِک خُدائ په صيون کښې اوسيږى.“