4
څلورم باب
حضرت عيسىٰ او سامرى ښځه
1عيسىٰ په دې خبر وو چې فريسيانو دا خبره واورېدله چې هغه د يحيىٰ نه هم زيات مريدان جوړوى او بپتسمه ورکوى. 2خو په حقيقت کښې عيسىٰ په خپله نه بلکې مريدانو يې بپتسمه ورکوله. 3نو عيسىٰ يهوديه پرېښودله او يو ځل بيا ګليل ته لاړو. 4خو هغۀ ته د سامريه نه تېرېدل ضرور وُو، 5نو هغه د سامريې سوخار نومې ښار ته راغلو کوم چې هغه پټى ته نزدې وو چې يعقوب خپل زوئ يوسف له ورکړے وو. 6هلته کښې د يعقوب کوهے وو او عيسىٰ د خپل سفر نه ستړے شوے وو نو هغه کوهى سره کښېناستو، دا د غرمې وخت وو. 7نو بيا يوه سامرى ښځه اوبو وړلو له راغله او عيسىٰ هغې ته وفرمائيل چې، ”ما له اوبۀ راکړه.“ 8د هغۀ مريدان د خوراک سامان اخستو دپاره ښار ته تلى وُو. 9سامرى ښځې ورته ووئيل چې، ”تۀ يو يهودى زما غوندې سامرى ښځې نه د څښلو اوبۀ څنګه غواړې؟“ هغې ځکه داسې ووئيل چې يهوديان د سامريانو سره څۀ نۀ شريکوى. 10عيسىٰ هغې ته جواب ورکړو چې، ”کۀ چرې تا ته د خُدائ پاک د نعمت پته وے، او بله دا چې څوک چې ستا نه د څښلو اوبۀ غواړى دا څوک دے، نو تا به د هغۀ نه دا خواست کړے وو او هغۀ به تا له د ژوندون اوبۀ درکړې وې.“ 11ښځې هغۀ ته ووئيل چې، ”سړيه، تا سره خو بوقه هم نشته او دا کوهے ژور دے، نو تۀ به د کوم ځائ نه ما له د ژوندون اوبۀ راوړې؟ 12ولې تۀ زمونږ د نيکۀ يعقوب نه لوئ سړے يې څۀ، چا چې مونږ له دا کوهے راکړو او په خپله يې د زامنو او څاروو سره د دې نه اوبۀ وڅښلې؟“ 13عيسىٰ هغې ته وفرمائيل، ”هر هغه څوک چې دا اوبۀ وڅښى هغه به بيا هم تږے کيږى. 14خو چې څوک هغه اوبۀ وڅښى چې زۀ يې ورکوم هغه به هيڅکله نۀ تږے کيږى. زۀ چې کومې اوبۀ ورکوم هغه به په هغوئ کښې دننه لکه يوه چينه وګرځى چې همېشه به بهيږى او چې د تل ژوندون ورکوى.“ 15ښځې ورته ووئيل، ”سړيه، هغه اوبۀ ما له راکړه نو چې زۀ بيا کله هم تږې نۀ شم او چې بيا اوبو راويستلو له دلته نۀ راځم.“ 16عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”لاړه شه، خپل خاوند راوبله او بيا راشه.“ 17هغې جواب ورکړو چې، ”زما خاوند نشته.“ عيسىٰ هغې ته وفرمائيل، ”تۀ دا رښتيا وائې چې ستا خاوند نشته، 18خو حقيقت دا دے چې تا پينځۀ مړونه کړى دى او اوس چې څوک تا سره دے ستا خاوند نۀ دے. تا چې څۀ ووئيل هغه رښتيا دى.“ 19ښځې هغۀ تۀ ووئيل، ”مالِکه، ما ته ښکارى چې تۀ نبى يې. 20زمونږ نيکونو په دې غرۀ عبادت کولو خو تاسو يهوديان وايئ چې په کوم ځائ کښې مونږ ته د خُدائ پاک عبادت کول په کار دى هغه په يروشلم کښې دے.“ 21عيسىٰ هغې ته وفرمائيل، ”خورې، باور وکړه چې يو وخت داسې راروان دے چې نۀ خو به تاسو د پلار عبادت په دې غر او نۀ په يروشلم کښې وکړئ. 22تاسو سامريان د هغۀ عبادت کوئ چې تاسو يې نۀ پېژنئ، خو مونږ د هغۀ عبادت کوُو چې مونږ يې پېژنو، ځکه چې خلاصون د يهوديانو د خوا نه دے. 23خو وخت راروان دے بلکې اوس دے چې رښتينى عبادت کوونکى به پلار ته په روح او په رښتيا سره عبادت وکړى او پلار هم دغه شان عبادت کوونکى غواړى. 24خُدائ پاک روح دے او هر څوک چې د هغۀ عبادت کوى نو هغه دې هم په روح او په رښتيا د هغۀ عبادت کوى.“ 25ښځې جواب ورکړو، ”زۀ پوهېږم چې مسح کړے شوے، يعنې مسيح راتلونکے دے. هر کله چې هغه راشى نو هغه به مونږ ته هر څۀ بيان کړى.“ 26عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”هغه زۀ يم، زۀ چې تا سره خبرې کوم.“ 27په دغه وخت د هغۀ مريدان واپس راغلل او ډېر حېران شول چې هغه يې يوې ښځې سره په خبرو وکتلو خو په هغوئ کښې يو کس هم ونۀ وئيل چې، ”تۀ د دې نه څۀ غواړې،“ يا ”تۀ د دې سره خبرې ولې کوې؟“ 28نو ښځې بيا خپل منګے پرېښودو او ښار ته واپس په منډه لاړه او هلته يې خلقو ته ووئيل چې، 29”راشئ، يو داسې سړے ووينئ چې ما څۀ کړى وُو هغه ټول يې راته ووئيل. کېدے شى چې دا مسيح وى؟“ 30نو خلق د ښار نه راووتل او د عيسىٰ طرف ته روان شول. 31په دې دوران کښې مريدانو په هغۀ زور ولګولو چې، ”اُستاذه، لږ څۀ وخوره.“ 32خو هغۀ مريدانو ته وفرمائيل، ”ما سره داسې خوراک دے چې تاسو ته يې هيڅ پته نشته.“ 33بيا مريدانو يو تر بله ووئيل چې، ”ولې چا هغۀ له خوراک راوړے دے څۀ؟“ 34عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”زما خوراک څښاک دا دے چې زۀ د هغۀ رضا وکړم چا چې زۀ رالېږلے يم او چې د هغۀ کار پوره کړم. 35ولې تاسو دا نۀ وايئ چې څلور مياشتې نورې دى او بيا به لَو ګډ شى؟ خو زۀ تاسو ته دا وايم چې ګېرچاپېره پټو ته وګورئ چې د لَو کولو دپاره تيار دى. 36اوس هم لَوګرى لګيا دى خپله مزدورى اخلى او د تل ژوندون دپاره مېوه راټولوى د دې دپاره چې کرونکى او لَوګرى دواړه په شريکه خوشحالى وکړى. 37ځکه دا متل رښتيا دے چې يو يې کَرى او بل يې رېبى. 38ما تاسو ولېږلئ چې هغه فصل وريبئ په کوم چې تاسو څۀ کړاؤ نۀ دے کړے، نورو محنت وکړو او تاسو د هغوئ په محنت کښې شريک شوئ.“ 39د هغه ښار ډېرو سامريانو په عيسىٰ ايمان راوړو د هغه ښځې د ګواهۍ په وجه چې، ”دۀ ما ته هغه هر څۀ ووئيل څۀ چې ما کله هم کړى وُو.“ 40نو کله چې سامريان هغۀ له راغلل نو مِنت يې ورته وکړو چې مونږ سره پاتې شه، نو هغه هلته دوه ورځې ايسار شو. 41او د هغۀ د کلام په وجه نورو ډېرو خلقو په هغۀ ايمان راوړو. 42او هغوئ هغه ښځې ته ووئيل چې، ”مونږ صرف ستا د وينا په وجه په دۀ ايمان نۀ دے راوړے، ځکه چې مونږ اوس په خپله د هغۀ واورېدل او مونږ ته پته ولګېده چې دے په حقيقت کښې د دُنيا خلاصونکے دے.“
د يو سرکارى آفسر زوئ روغول
43کله چې دوه ورځې تېرې شوې نو عيسىٰ د هغه ځائ نه ګليل ته روان شو. 44نو عيسىٰ په خپله دا فرمائيلى وُو چې يو نبى هم په خپل ښار کښې عزتمند نۀ وى. 45نو کله چې هغه ګليل ته راورسېدو نو ګليليانو د هغۀ هرکلے وکړو ځکه چې هغوئ په دغه وخت کښې د فسح اختر دپاره په يروشلم کښې موجود وو او د هغۀ ټول کارونه يې په خپله وليدل. 46عيسىٰ يو ځل بيا د ګليل قانا نومې ځائ ته لاړو چرته چې هغۀ اوبۀ په ميو بدلې کړې وې. هلته يو سرکارى آفسر وو چې زوئ يې په کفرنحُوم کښې ناجوړه پروت وو. 47کله چې هغۀ واورېدل چې عيسىٰ د يهوديه نه ښکته ګليل ته راغلے دے نو هغه ورله ورغلو او مِنت يې ورته وکړو چې، ”ما سره لاړ شه او زما زوئ جوړ کړه ځکه چې هغه مرګى حال پروت دے.“ 48عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل چې، ”ترڅو چې تاسو خلق لوئ نښې ونۀ ګورئ نو تر هغې تاسو ايمان نۀ راوړئ.“ 49هغه آفسر ورته ووئيل چې، ”صاحبه، ما سره سمدستى لاړ شه زما زوئ مرګى حال دے.“ 50عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”کور ته لاړ شه، ستا زوئ به ژوندے پاتې شى.“ عيسىٰ چې څۀ وفرمائيل هغه سړى پرې يقين وکړو او کور ته روان شو. 51هغه لا په لاره وو چې نوکرانو يې ورته خبر راوړو چې، ”زوئ خو دې په ښۀ کېدو او ژوندے دے.“ 52نو هغۀ تپوس ترېنه وکړو چې، ”څۀ وخت هغه په ښۀ کېدو شو؟“ هغوئ ورته ووئيل چې، ”پرون ماسپښين يوه بجه هغه تبې پرېښودلو.“ 53نو پلار يې پوهه شو چې دا هم هغه وخت وو چې عيسىٰ هغۀ ته فرمائيلى وُو چې، ”زوئ به دې ښۀ شى،“ نو هغۀ سره د ټول خاندانه پرې ايمان راوړو. 54د يهوديه نه ګليل ته په راتلو دا د عيسىٰ دوېمه معجزه وه.