YouVersion Logo
Search Icon

يوحنا 20

20
شلم باب
د حضرت عيسىٰ بيا ژوندى کېدل
1د اِتوار په ورځ سحر وختى چې لا توره خړه وه مريم مګدلينى قبر له لاړه او وې کتل چې د غار د خولې نه کاڼے لرې کړے شوے وو. 2نو هغه په منډه شمعون پطروس او هغه بل مريد له راغله چا سره چې عيسىٰ مينه کوله او ورته يې ووئيل چې، ”هغوئ مالِک د قبر نه وړے دے، او مونږ ته دا پته نشته چې کوم ځائ هغوئ د هغۀ لاش ښخ کړے دے.“ 3نو پطروس او هغه بل مريد راووتل او قبر طرف ته روان شول. 4هغوئ دواړو يو ځائ منډې وهلې خو هغه بل مريد د پطروس نه مخکښې شو او قبر ته وړاندې ورسېدو. 5هغۀ سر ټيټ کړو او دننه يې وکتل چې د کتان کفن هلته پروت وو خو دننه ورنۀغلو. 6بيا شمعون پطروس چې په هغۀ پسې وو راورسېدو او غار ته ورننوتو. د کتان هغه کفن يې هلته پروت وليدو 7او هغه رومال چې د عيسىٰ سر يې پرې تړلے وو د کتان د کفن سره نۀ وو بلکې ځان له جدا انغښتے شوے په يو بل ځائ کښې پروت وو. 8بيا هغه بل مريد څوک چې قبر ته مخکښې رسېدلے وو هغه هم قبر ته ورننوتو او وې ليدل او يقين يې پرې وکړو. 9نو اوس هم هغوئ د صحيفو په مطلب پوهه نۀ وُو چې عيسىٰ به خامخا د مړو نه بيا ژوندے پاڅى.
د حضرت عيسىٰ مريم مګدلينى ته څرګندېدل
10نو مريدان واپس خپلو کورونو ته لاړل. 11خو مريم د قبر نه بهر ولاړه وه او ژړل يې. او په ژړا کښې هغه ورټيټه شوه چې غار کښې دننه وګورى. 12او هغې هلته دوه فرښتې په سپينو جامو کښې د لاش په ځائ ناستې وليدې، يوه سر ته او بله پښو ته، په هغه ځائ کښې چرته چې د عيسىٰ لاش کېښودے شوے وو. 13هغوئ د هغې نه تپوس وکړو چې، ”اے خورې، تۀ ولې ژاړې؟“ هغې جواب ورکړو چې، ”هغوئ زما مالِک چرته اوړے دے او ما ته پته نشته چې هغه يې کوم ځائ ښخ کړے دے.“ 14د دې خبرو نه پس هغې مخ راواړولو او عيسىٰ يې هلته ولاړ وليدو، خو هغې ونۀ پېژندلو چې دا عيسىٰ دے. 15عيسىٰ هغې ته وفرمائيل، ”اے خورې، تۀ ولې ژاړې؟ تۀ څوک لټوې؟“ هغې دا خيال وکړو چې دا د دې باغ مالى دے، نو ورته يې ووئيل، ”صاحبه، کۀ چرې تا هغه د دې ځائ نه وړے وى نو ما ته ووايه چې هغه دې کوم ځائ ښخ کړے دے، او زۀ به هغه يوسم.“ 16عيسىٰ هغې ته وفرمائيل، ”مريمې.“ هغې هغۀ ته مخ ورواړولو او په آرامى ژبه کښې يې وئيل، ”ربونى.“ چې مطلب يې اُستاذ دے. 17عيسىٰ هغې ته وفرمائيل، ”ګوره چې ما ته لاس رانۀ وړې ځکه چې زۀ لا خپل پلار ته نۀ يم ورغلے. خو زما وروڼو له لاړه شه او هغوئ ته ووايه چې زۀ خپل پلار له او ستاسو پلار له، خپل خُدائ پاک له او ستاسو خُدائ پاک له پاس ځم.“ 18مريم مګدلينى مريدانو له لاړه او وې وئيل چې، ”ما مالِک وليدو.“ او هغې هغوئ ته د هغه هر څۀ حال ووئيلو څۀ چې عيسىٰ ورته فرمائيلى وُو.
د حضرت عيسىٰ مريدانو ته څرګندېدل
19د پير په شپه چې مريدانو د يهوديانو د يرې نه دروازې بندې کړې وې ناست وُو، چې په دې کښې عيسىٰ راغلو، د هغوئ په مينځ کښې ودرېدو او ورته يې وفرمائيل، ”السلام عليکم.“ 20د دې نه پس هغۀ هغوئ ته خپل لاسونه او خپله پښتۍ وښودله. نو چې کله مريدانو مالِک وليدو نو هغوئ ډېر خوشحاله شُو. 21عيسىٰ يو ځل بيا وفرمائيل چې، ”په تاسو دې سلامتيا وى، څنګه چې پلار زۀ رالېږلے يم هم دغسې زۀ تاسو لېږم.“ 22بيا يې په هغوئ وپوکل او وې فرمائيل، ”زما له خوا نه روحُ القُدس قبول کړئ. 23کۀ چرې تاسو د چا ګناهونه وبخښئ نو هغوئ به وبخښلے شى، او کۀ تاسو هغوئ ونۀ بخښئ نو هغوئ به ونۀ بخښلے شى.“
حضرت عيسىٰ او توما
24په دولسو مريدانو کښې يو توما چې برغونے هم بللے شى کله چې عيسىٰ راغے هغه د نورو سره موجود نۀ وو. 25نو نورو مريدانو هغۀ ته ووئيل چې، ”مونږ مالِک وليدلو.“ خو توما هغوئ ته ووئيل چې، ”ترڅو چې ما د هغۀ په لاس کښې د مېخونو زخمونه ليدلى نۀ وى او د مېخونو په زخمونو مې ګوتې وهلې نۀ وى، او خپل لاس مې د هغۀ په پښتۍ نۀ وى لګولے نو زۀ به په دې هيڅکله يقين ونۀ کړم.“ 26اتۀ ورځې پس د هغۀ مريدان بيا په هماغه کور کښې دننه راجمع وُو او توما هم د هغوئ سره موجود وو. اګر کۀ دروازې تالا وې خو عيسىٰ راغلو د هغوئ په مينځ کښې ودرېدو او وې فرمائيل، ”په تاسو دې سلامتيا وى.“ 27بيا هغۀ توما ته وفرمائيل، ”خپلې ګوتې دلته کېږده او زما لاسونه ووينه او خپل لاس راوړاندې کړه او زما په پښتۍ يې ولګوه. نور شک مۀ کوه خو يقين کوه.“ 28توما هغۀ ته ووئيل، ”زما مالِکه او زما خُدايه پاکه.“ 29عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل، ”په دې چې تا زۀ وليدم نو ايمان دې راوړو. بختور دى هغوئ چا چې زۀ نۀ يم ليدلے او ايمان يې راوړے دے.“
د دې کِتاب مقصد
30عيسىٰ د خپلو مريدانو په موجودګۍ کښې نورې هم ډيرې معجزې څرګندې کړې دى، کومې چې په دې کِتاب کښې نۀ دى ليکلے شوې. 31خو دا يو څو معجزې ځکه ليکلے شوې دى چې تاسو په دې ايمان راوړئ چې عيسىٰ هم مسيح، يعنې د خُدائ پاک زوئ دے، او چې د ايمان راوړلو په وسيله تاسو ته د هغۀ په نوم ژوندون مِلاو شى.

Currently Selected:

يوحنا 20: PYPB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in