18
اتلسم باب
د حضرت عيسىٰ ګرفتارول
1د دې خبرو نه پس عيسىٰ د خپلو مريدانو سره بهر ووتو او د قِدرون د وادۍ نه پورې وتلو. هلته يو باغ وو چې عيسىٰ او د هغۀ مريدان په کښې ورننوتل. 2نو يهوداه، څوک چې به د هغۀ مُخبرى کوى، هغۀ ته د هغه ځائ هم پته وه ځکه چې عيسىٰ به اکثر د خپلو مريدانو سره هلته مِلاوېدو. 3نو يهوداه د فريسيانو او مشرانو اِمامانو له خوا د رومى آفسر وسله بنده دسته او محافظان ډيوې او مشعلونه په لاس هغه ځائ ته راغلل. 4عيسىٰ په دې پوهېدو چې څۀ به ورسره کيږى خو بيا هم ور مخکښې شو او هغوئ نه يې تپوس وکړو چې، ”تاسو څوک لټوئ؟“ 5هغوئ جواب ورکړو چې، ”عيسىٰ ناصرى.“ عيسىٰ وفرمائيل، ”زۀ هغه يم.“ او يهوداه چا چې د هغۀ مُخبرى وکړه د هغوئ سره ولاړ وو. 6کله چې عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”زۀ هغه يم،“ نو هغوئ وروستو شول او په زمکه پرېوتل. 7عيسىٰ بيا هغوئ نه تپوس وکړو، ”دا تاسو څوک لټوئ؟“ او هغوئ جواب ورکړو، ”عيسىٰ ناصرى.“ 8عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”ما تاسو ته وفرمائيل چې هغه زۀ يم. کۀ تاسو ما لټوئ نو دا نور سړى پرېږدئ چې ځى.“ 9دا د هغۀ د هغه خبرو پوره کول وُو چې هغۀ فرمائيلى وُو، ”چې ما د هغوئ نه يو کس هم نۀ دے ضائع کړے څوک چې تا ما ته حواله کړى دى.“ 10نو شمعون پطروس خپله تُوره راويستله او د مشر اِمام په غلام يې ګزار وکړو او ښے غوږ يې ترې نه پرې کړو. د غلام نوم ملخوس وو. 11عيسىٰ پطروس ته وفرمائيل چې، ”خپله تُوره واپس په تيکى کښې کېږده. ولې زۀ هغه پياله ونۀ څښم چې پلار ما ته راکړې ده؟“
د حضرت عيسىٰ د مشر اِمام په مخکښې پېش کول
12نو د سپاهيانو دستې سره د خپل آفسر او يهودى محافظانو او مشرانو عيسىٰ ونيولو او وې تړلو. 13هغوئ هغه اول اناس ته بوتلو، اناس د کائفس سخر وو څوک چې د هغه کال دپاره مشر اِمام وو. 14کائفس هغه سړے وو چا چې يهوديانو ته دا مشوره ورکړې وه چې دا بهتره ده چې يو سړے د ټول قوم دپاره مړ شى.
د حضرت عيسىٰ نه د پطروس اِنکار
15شمعون پطروس او يو بل مريد په عيسىٰ پسې وروستو روان وُو او د هغه بل مريد د مشر اِمام سره تعلق وو نو ځکه هغه د عيسىٰ سره د مشر اِمام دربار ته ورننوتو. 16خو پطروس د دروازې نه بهر ايسار شو. نو هغه بل مريد چې د مشر اِمام سره يې تعلق وو، واپس بهر راوتو او د هغه ښځې سره يې خبرې وکړې چې د دروازې چوکيداره وه او پطروس يې دننه راوستو. 17ښځې پطروس ته ووئيل، ”آيا تۀ هم د دې سړى مريد نۀ يې څۀ؟“ پطروس ووئيل چې، ”نه، زۀ نۀ يم.“ 18نوکرانو او محافظانو د سکارو اور بل کړے وو ځکه چې يخنى وه او هغوئ ترې چاپېره ولاړ وُو او ځانونه يې تودول. او پطروس هم د هغوئ سره ولاړ وو او ځان يې تودولو.
د مشر اِمام د حضرت عيسىٰ نه تحقيقات کول
19بيا مشر اِمام د عيسىٰ نه د هغۀ د مريدانو او د هغۀ د تعليم په حقله تپوس وکړو. 20عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”ما دُنيا ته په ډاګه خبرې کړې دى. ما همېشه په عبادتخانو او د خُدائ په کور کښې تعليم ورکړے دے چرته چې ټول يهوديان راغونډيږى او ما په پټه څۀ هم نۀ دى وئيلى. 21نو تۀ زما نه تپوسونه ولې کوې؟ هغوئ نه تپوس وکړه چا چې هغه اورېدلى دى څۀ چې ما هغوئ ته وئيلى دى، هغوئ ته پته ده چې ما څۀ وئيلى دى.“ 22کله چې عيسىٰ دا وفرمائيل نو يو محافظ چې د هغۀ په خوا کښې ولاړ وو عيسىٰ ته يې په مخ څپېړه ورکړه او وې وئيل، ”مشر اِمام ته څوک داسې جواب ورکوى څۀ؟“ 23عيسىٰ جواب ورکړو، ”کۀ بد مې وئيلى وى نو په ما يې ثابته کړه، خو کۀ مې ټيک خبره کړې وى نو څپېړه دې ولې راکړه؟“ 24بيا اناس عيسىٰ مشر اِمام کائفس ته تړلے ولېږلو.
د پطروس د حضرت عيسىٰ نه بيا اِنکار
25په دې دوران کښې شمعون پطروس ولاړ وو او خپل ځان يې تودولو، نو هغوئ ترې تپوس وکړو، ”ولې تۀ هم د هغۀ د مريدانو نه يو نۀ يې څۀ؟“ هغۀ اِنکار وکړو او وې وئيل چې، ”نه، زۀ نۀ يم.“ 26د مشر اِمام يو غلام چې د هغه سړى خپلوان وو د چا نه چې پطروس غوږ پرې کړے وو ورنه تپوس وکړو، ”ما تۀ د هغۀ سره په باغ کښې نۀ وې ليدلے څۀ؟“ 27پطروس بيا اِنکارى شو او چرګ په هم هغه وخت کښې بانګ ووئيلو.
د پيلاطوس په وړاندې د حضرت عيسىٰ پېش کېدل
28بيا هغوئ عيسىٰ سحر وختى د کائفس د کور نه د رومى ګورنر قلعې ته بوتلو. نو يهوديان د قلعې نه بهر ودرېدل ځکه چې هغوئ غوښتل چې خپل ځانونه د پليتۍ نه وساتى دې دپاره چې د فسح خوراک نه منع نۀ کړے شى. 29نو پيلاطوس ورته بهر راووتو او تپوس يې ترې وکړو، ”تاسو د دې سړى خلاف څۀ اِلزام لګوئ؟“ 30هغوئ جواب ورکړو، ”کۀ دا سړے چرې مجرم نۀ وے نو مونږ به تا له نۀ راوستو.“ 31پيلاطوس هغوئ ته ووئيل، ”دے بوځئ او د خپل شريعت په مطابق يې فېصله وکړئ.“ يهوديانو جواب ورکړو چې، ”مونږ ته دا اجازت نشته چې څوک مړ کړُو.“ 32او دغه شان د عيسىٰ هغه خبره پوره شوه چې هغه به په کوم قسمه مرګ مړ شى. 33نو پيلاطوس واپس قلعې ته ننوتو او عيسىٰ يې راوغوښتو او د هغۀ نه يې تپوس وکړو چې، ”تۀ د يهوديانو بادشاه يې څۀ؟“ 34عيسىٰ جواب ورکړو، ”دا تپوس تۀ په خپله ما نه کوې، يا کۀ بل چا درته زما په حقله وئيلى دى؟“ 35پيلاطوس ووئيل، ”زۀ يهودى يم څۀ؟ ستا خپل قام او مشرانو اِمامانو تۀ ما ته په حواله کړے يې. تا څۀ کړى دى؟“ 36عيسىٰ جواب ورکړو، ”زما بادشاهى د دې دُنيا بادشاهى نۀ ده. کۀ چرې زما بادشاهى د دې دُنيا وے، نو زما خادِمانو به د يهوديانو نه زما د بچ کولو دپاره د هغوئ سره جنګ کړے وے. خو زما بادشاهى د دې دُنيا نۀ ده.“ 37پيلاطوس هغۀ ته ووئيل، ”نو تۀ بادشاه يې؟“ عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”تۀ وائې چې زۀ بادشاه يم. آو، زۀ د دې دپاره پېدا شوے يم، او د دې دپاره زۀ دُنيا ته راغلے يم چې د حقيقت ګواهى ورکړم. او هر څوک چې حقيقت خوښوى هغه زما آواز اورى.“ 38پيلاطوس هغۀ ته ووئيل، ”حقيقت څۀ دے؟“
په حضرت عيسىٰ د مرګ فتوىٰ
دې نه پس هغه بيا يهوديانو له بهر ورووتو او هغوئ ته يې ووئيل چې، ”ما د دۀ خلاف هيڅ جرم پېدا نۀ کړو. 39خو ستاسو دا رِواج دے چې زۀ يو قېدى د فسح اختر په ورځ ستاسو دپاره آزادوم. ستاسو دا خوښه ده چې زۀ د يهوديانو بادشاه درته آزاد کړم څۀ؟“ 40خو په جواب کښې خلقو چغې کړلې، ”نه، دا سړے نه، خو برابا آزاد کړه.“ او برابا يو ډاکو وو.