16
شپاړسم باب
د مريدانو نه د دُنيا نفرت
1”ما تاسو ته دا خبرې د دې دپاره وکړې چې تاسو د تيندک خوړلو نه بچ شئ. 2نو هغوئ به تاسو د عبادتخانو نه شړى، او بېشکه داسې وخت راتلونکے دے څوک چې تاسو قتلوى هغوئ به دا ګُمان کوى چې په دې کار کولو سره هغوئ د خُدائ پاک خِدمت کوى. 3هغوئ به دا کارونه ځکه کوى چې هغوئ نۀ پلار پېژنى او نۀ ما.
د روحُ القُدس کار
4خو ما دا خبرې تاسو ته ځکه وکړې چې کله دا کار پېښ شى نو تاسو ته به راياد شى چې ما تاسو د دې په حقله خبر کړى وئ. ما تاسو ته دا خبرې د اول نه ځکه ونۀ کړې ځکه چې زۀ تاسو سره وم، 5خو اوس زۀ هغه چا ته روان يم چا چې زۀ رالېږلے يم. اوس په تاسو کښې هيڅوک زما نه دا تپوس نۀ کوى چې تۀ چرته روان يې؟ 6خو دا کومې خبرې چې ما تاسو ته وکړې په هغې ستاسو زړونه غمژن شول. 7خو زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې دا ستاسو دپاره بهتره ده چې زۀ لاړ شم. ځکه کۀ زۀ لاړ نۀ شم نو مددګار به تاسو ته رانۀ شى خو کۀ زۀ لاړ شم نو هغه به زۀ تاسو له راولېږم. 8او کله چې هغه راشى نو هغه به دُنيا د ګناه او د صداقت او اِنصاف په باب کښې ملامته کړى، 9د ګناه په باب کښې ځکه چې هغوئ په ما ايمان نۀ راوړى، 10د صداقت په باب کښې ځکه چې زۀ پلار له ځم او تاسو به ما نور ونۀ وينئ، 11او د اِنصاف په باب کښې ځکه چې د دې دُنيا سردار يعنې شېطان مجرم کړے شو. 12ما سره نورې هم ډيرې خبرې دى چې تاسو ته يې وکړم خو تاسو اوس دا نۀ شئ برداشت کولے. 13خو چې د حقيقت روح راشى نو هغه به تاسو د حقيقت طرف ته بوځى ځکه چې هغه به د خپله ځانه خبرې نۀ کوى، خو هغه څۀ به وائى څۀ چې د خُدائ پاک نه اورى او تاسو ته به د راتلونکو واقعاتو په حقله پېشګوئې کوى. 14هغه به ما ته لوئى راکړى ځکه چې هغه به زما نه هغه څۀ حاصل کړى چې په ما کښې دى او تاسو ته به ووائى. 15څۀ چې د پلار دى هغه زما دى، په دې وجه ما تاسو ته وفرمائيل چې هغه به ما نه هغه څۀ حاصل کړى څۀ چې په ما کښې دى او تاسو ته به يې وښائى.
غم په خوشحالۍ کښې بدلېدل
16په لږ ساعت کښې به تاسو نور ما نۀ وينئ او بيا لږ ساعت پس به تاسو ما ووينئ.“ 17بيا د هغۀ ځينو مريدانو يو بل ته ووئيل، ”د هغۀ مونږ ته د دې بيان نه څۀ مطلب دے چې په لږ ساعت کښې به تاسو نور ما نۀ وينئ او بيا لږ ساعت پس به تاسو ما ووينئ، او، چې زۀ خپل پلار له روان يم؟“ 18هغوئ وئيل چې، ”د هغۀ د دې لږ ساعت نه څۀ مطلب دے؟ مونږ ته پته نشته چې د هغۀ بيان د څۀ په حقله دے.“ 19عيسىٰ په دې پوهه شو چې هغوئ له ما نه د تپوسونو په طلب دى نو هغۀ هغوئ ته وفرمائيل، ”ولې تاسو په دې بحث کوئ کوم بيان چې ما تاسو له وکړو چې، په لږ ساعت کښې به تاسو نور ما نۀ وينئ او بيا لږ ساعت پس به تاسو ما ووينئ؟ 20نو زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې تاسو به ژاړئ او وير به کوئ خو دُنيا به خوشحاله وى. تاسو به په غم کښې ډوب يئ خو ستاسو غم به په خوشحالۍ بدل شى. 21د ماشوم د پېدا کېدو په وخت کښې ښځه په تکليف کښې وى. خو د ماشوم په پېدا کېدو سره د هغې نه ټول دردونه هېر شى، د دې خوشحالۍ په وجه چې هغې دُنيا ته يو نوے ماشوم راوستو. 22نو اوس تاسو غمژن يئ خو زۀ به تاسو بيا ووينم او ستاسو زړونه به خوشحاله شى او هيڅوک به ستاسو خوشحالى تاسو نه وانۀ خلى. 23په هغه ورځ به تاسو زما نه هيڅ خواست نۀ کوئ. زۀ تاسو ته رښتيا وايم، کۀ تاسو زما په نوم د پلار نه څۀ هم وغواړئ، نو هغه به يې درکړى. 24تر اوسه پورې تاسو زما په نوم هيڅ نۀ دى غوښتى. وغواړئ نو تاسو له به درکړے شى نو چې ستاسو خوشحالى پوره شى.
زۀ په دُنيا غالب يم
25ما تاسو ته دا هر څۀ په مِثالونو کښې بيان کړل. خو وخت راروان دے چې زۀ به تاسو ته نور په مِثالونو کښې خبرې ونۀ کړم خو په ډاګه به درته د پلار په حقله خبرې کوم. 26په هغه ورځ به تاسو زما په نوم غواړئ. زۀ دا نۀ وايم چې زۀ به د پلار نه ستاسو دپاره خواست کوم. 27ځکه چې پلار په خپله تاسو سره مينه کوى، ځکه چې تاسو ما سره مينه کوئ او ستاسو دا ايمان دے چې زۀ د خُدائ پاک د طرف نه راغلے يم. 28زۀ د پلار نه دې دُنيا ته راغلے يم او اوس زۀ دُنيا بيا پرېږدم او خپل پلار له ځم.“ 29د هغۀ مريدانو ووئيل، ”ګوره، تۀ اوس په ډاګه لګيا يې او نۀ په مِثالونو. 30مونږ اوس پوهيږو چې تۀ د هر څۀ نه خبر يې او د تپوسونو کولو حاجت درنه د چا نشته. هم په دې وجه زمونږ دا ايمان دے چې تۀ د خُدائ پاک د طرفه راغلے يې.“ 31عيسىٰ هغوئ ته جواب ورکړو، ”ولې تاسو اوس په ما يقين کوئ څۀ؟ 32ګورئ، وخت راروان دے، بلکې راغلے دے چې تاسو به خوارۀ وارۀ شئ او هر يو به خپلو کورونو ته لاړ شئ او تاسو به ما اېک يواځې پرېږدئ، خو بيا هم زۀ يواځې نۀ يم ځکه چې پلار ما سره دے. 33ما تاسو ته دا هر څۀ ووئيل نو چې تاسو په ما کښې سلامتيا حاصله کړئ. په دې دُنيا کښې به تاسو زحمتونو سره مخامخ شئ. خو زړَور شئ ځکه چې زۀ په دُنيا غالب شوے يم.“