12
دولسم باب
حضرت عيسىٰ په بيتِعنياه کښې په تېلو مسىح کړے شو
1د فسح د اختر نه شپږ ورځې مخکښې عيسىٰ بيتِعنياه ته راغے چرته چې د لعزر کور وو، څوک چې هغۀ د مړو نه بيا ژوندے کړے وو. 2هلته هغوئ هغۀ له د ماښام مېلمستيا وکړه چې مرتا په کښې خِدمت کولو او لعزر هم د عيسىٰ سره په نورو مېلمنو کښې په دسترخوان ناست وو. 3بيا مريم ښۀ قيمتى عطر چې نيم سېر قدرې وُو او د خالص خوشبوداره مرهمو نه جوړ وو راوړل، او د عيسىٰ په پښو يې واچول او هغه يې بيا په خپلو وېښتو وچې کړې او ټول کور د دې عطرو د خوشبويۍ نه ډک شو. 4خو په دې يهوداه اِسکريوتى، چې د عيسىٰ يو مريد وو چې لږ وروستو د هغۀ مُخبر کېدونکے وو، ووئيل چې، 5”دا عطر په درې سوه ديناره ولې خرڅ نۀ کړے شو چې پېسې يې خوار غريب له ورکړے شوے وے؟“ 6هغۀ دا خبره په دې ونۀ کړه چې ګنې هغه د خوارانو غمخور وو، خو ځکه چې هغه په خپله غل وو. هغۀ به د هغه پېسو نه هم پټولې کومې به چې د چندې په تيلۍ کښې جمع کېدې او د هغۀ په اختيار کښې به وې. 7عيسىٰ وفرمائيل چې، ”هغه خپلې خوښې ته پرېږدئ. هغې دا عطر واخستل چې زما د ښخولو د ورځې دپاره يې وساتى. 8ځکه چې غريبانان خو به تل تاسو سره وى خو زۀ به درسره تل نۀ يم.“
د لعزر خلاف سازش
9کله چې د يهوديانو هغه لويه ګڼه خبر شوه چې هغه هلته دے، هغوئ نۀ يواځې دې له راتلل چې عيسىٰ ووينى خو د لعزر د کتلو دپاره هم څوک چې هغۀ د مړو نه بيا راژوندے کړے وو. 10نو مشرانو اِمامانو دا منصوبه جوړه کړه چې لعزر هم مړ کړئ، 11ځکه چې د هغۀ په وجه ډېر يهوديان عيسىٰ له ورتلل او په هغۀ يې ايمان راوړو.
د حضرت عيسىٰ په يروشلم کښې استقبال
12په بله ورځ ګڼ خلق چې اختر له راغلى وُو چې د دې نه خبر شول چې عيسىٰ هم يروشلم ته راروان دے، 13نو هغوئ د کجورې څانګې واخستلې او د هغۀ استقبال له ورووتل او دا نعرې يې وهلې، ”اُمبارکى. مبارک دے هغه څوک چې د مالِک خُدائ په نوم راځى، د بنى اِسرائيلو بادشاه دې مبارک وى.“ 14او عيسىٰ يو کوچاڼے وموندلو او په هغې سور شو، لکه څنګه چې په صحيفو کښې ليکلى دى، 15”اے د صيون لورې. مۀ يرېږه. وګوره، ستا بادشاه په کوچاڼى سور راروان دے.“ 16هغه وخت خو د عيسىٰ مريدان په دې پوهه نۀ شول، خو کله چې عيسىٰ خپلې لويئ ته ورسېدلو نو هغوئ ته بيا ورياد شول چې دا خو د هغۀ په حقله ليکلے شوى وُو او هم دغه شان د هغۀ سره وشول. 17نو کوم خلق چې د هغۀ سره وُو کله چې عيسىٰ لعزر ته د قبر نه د راوتلو آواز وکړو او د مړو نه يې بيا ژوندے کړو، نو هغوئ د هغې ګواهى جارى ساتله. 18هم دغه وجه وه چې ډېر خلق د هغۀ سره مِلاوېدو له ورغلل، ځکه چې هغوئ اورېدلى وُو چې هم هغۀ دا معجزه کړې ده. 19بيا فريسيانو يو بل ته ووئيل، ”تاسو ګورئ چې مونږ هيڅ نۀ شُو کولے، وګورئ، ټوله دُنيا په هغۀ پسې روانه ده.“
ځينو يونانيانو غوښتل چې حضرت عيسىٰ سره مِلاو شى
20يو څو يونانيان په اختر کښې د عبادت دپاره تلى وُو. 21هغوئ فيليپوس له راغلل څوک چې د بيتِصيدا د ګليل اوسېدونکے وو، او هغۀ ته يې ووئيل، ”صاحبه، مونږ غواړو چې عيسىٰ سره مِلاو شُو.“ 22فيليپوس لاړو او اندرياس ته يې ووئيل، بيا هغوئ دواړه لاړل او عيسىٰ يې خبر کړو. 23عيسىٰ هغوئ ته جواب ورکړو، ”هغه وخت راغلو چې اِبن آدم خپله لوئى ومومى. 24زۀ تاسو ته رښتيا وايم ترڅو چې د غنمو دانه په زمکه کښې ونۀ غورزيږى او په خاوره کښې ښخه او مړه نۀ شى تر هغې به دا صرف يوه دانه وى. خو کله چې دا په خاورو کښې ښخه شى نو دا ډېره مېوه پېدا کړى. 25هغه څوک چې د خپل ژوند سره مينه کوى هغه به يې بائيلى، او څوک چې په دُنيا کښې د خپل ژوند نه نفرت کوى، هغه به يې د تل ژوندون دپاره وساتى. 26کۀ څوک زما خِدمت کوى هغه دې ما پسې راځى، او چرته چې زۀ يم هلته به زما خادِم هم وى. هر څوک چې زما خِدمت کوى، هغۀ له به زما پلار عزت ورکړى.
حضرت عيسىٰ د خپل مرګ په حقله خبرې کوى
27اوس زما زړۀ پرېشانه دے او زۀ څۀ ووايم؟ چې اے پلاره، ما د دې وخت نه بچ کړه؟ خو، هم دا وجه ده چې زۀ دې وخت له راغلے يم. 28اے پلاره، خپل نوم ته جلال ورکړه.“ بيا د آسمان نه يو آواز راغلو، ”ما خپل نوم ته جلال ورکړے دے او زۀ به بيا هم جلال ورکړم.“ 29کومه ګڼه چې هلته ولاړه وه هغوئ دا واورېدل او وئ وئيل چې دا د تندر آواز وو خو نورو ووئيل چې، ”فرښتې هغۀ سره خبرې وکړې.“ 30عيسىٰ وفرمائيل چې، ”دا آواز زما د ګټې دپاره نه، خو ستاسو دپاره وو. 31اوس د دې دُنيا د عدالت وخت دے او د دې دُنيا سردار يعنې شېطان به اوس بهر وويستلے شى. 32او کله چې زۀ د زمکې نه وخېژولے شم نو زۀ به ټول خلق خپل ځان ته راکاږم.“ 33عيسىٰ دې خبرې ته اِشاره وکړه چې هغه به په کوم مرګ مرى. 34ګڼې جواب ورکړو چې، ”زمونږ شريعت دا وائى چې مسيح به تل تر تله وى، نو بيا تۀ څنګه وائې چې اِبن آدم به ضرور په سولۍ وخېژولے شى؟ دا اِبن آدم دے څوک؟“ 35عيسىٰ هغوئ له جواب ورکړو، ”رڼا لږ وخت دپاره تاسو سره ده. ترڅو چې رڼا تاسو سره ده وګرځئ، هسې نه چې تيارۀ مو راګېر کړى. څوک چې په تيارۀ کښې ګرځى، هغۀ ته پته نۀ وى چې چرته روان دے. 36ترڅو چې رڼا تاسو سره ده، په رڼا يقين کوئ نو چې تاسو د رڼا زامن شئ.“
د يهوديانو بېايمانى
د دې خبرو نه پس عيسىٰ د هغوئ نه لاړو او پټ شو. 37اګر کۀ عيسىٰ ډيرې معجزې د هغوئ په موجودګۍ کښې وکړې، خو هغوئ په هغۀ باندې ايمان رانۀ وړو 38چې د يشعياه نبى دا خبره پوره شى چې فرمائيلى يې وُو، ”اے مالِکه، زمونږ په پېغام باندې چا يقين کړے دے؟ مالِک خُدائ خپل قوت په چا ظاهر کړے دے؟“ 39په دې وجه هغوئ ايمان راوړلے نۀ شو، ولې چې يشعياه نبى دا هم وفرمائيل چې، 40”هغۀ د هغوئ سترګې ړندې کړې دى او زړونه يې ورله سخت کړى دى، نو چې هغوئ په خپلو سترګو ونۀ وينى او په خپلو زړونو کښې پرې پوهه نۀ شى او د رغېدو دپاره ما ته راونۀ ګرځى او زۀ يې روغ کړم.“ 41يشعياه دا خبرې ځکه وکړې چې هغۀ د عيسىٰ لوئى وليده او د هغۀ په حق کښې يې خبرې کولې. 42خو سره د دې په هغوئ کښې ډېرو يهودى مشرانو هم په هغۀ ايمان راوړو، خو د فريسيانو په وجه يې د دې اِقرار نۀ کولو، او د دې يرې چې هغوئ به د عبادتخانې نه بهر کړے شى. 43ځکه چې هغوئ د خُدائ پاک نه د عزت په نسبت د انسان نه عزت حاصلول زيات خوښول.
د حضرت عيسىٰ کلام
44نو عيسىٰ په اوچت آواز وفرمائيل، ”کۀ څوک په ما ايمان راوړى نو هغه نۀ يواځې دا چې په ما ايمان راوړى بلکې په هغه چا هم چې زۀ يې رالېږلے يم. 45او څوک چې ما وينى هغه، هغه څوک وينى چې زۀ يې رالېږلے يم. 46زۀ دُنيا ته لکه د رڼا په شان راغلے يم د دې دپاره چې څوک په ما ايمان راوړى هغه به په تيارۀ کښې پاتې نۀ شى. 47زۀ د هغه چا عدالت نۀ کوم څوک چې زما کلام اورى او تابعدارى يې نۀ کوى ځکه چې زۀ د دې دپاره نۀ يم راغلے چې د دُنيا عدالت وکړم بلکې د دُنيا د بچ کولو دپاره راغلے يم. 48خو څوک چې ما نۀ منى او زما پېغام نۀ قبلوى، د هغۀ دپاره يو منصف شته، يعنې، زما هغه کلام چې ما کړے دے، هغه به په ورځ د آخرت د هغۀ عدالت وکړى. 49زۀ په خپل اختيار خبرې نۀ کوم خو پلار چې زۀ يې رالېږلے يم هغۀ ما ته حُکم کړے دے چې څۀ ووايم او څنګه يې ووايم. 50او زۀ خبر يم چې د هغۀ حُکم د تل عُمرى ژوندون ورکوى، نو ځکه څۀ چې پلار ما ته فرمائيلى دى، هم هغه څۀ زۀ وايم.“