YouVersion Logo
Search Icon

قاضيانو 12

12
دولسم باب
اِفتاح او اِفرائيميان
1د اِفرائيم سړى د جنګ دپاره تيار شول، هغوئ د اُردن سيند نه صفون ته پورې وتل او اِفتاح ته يې ووئيل، ”تۀ د عمونيانو سره جنګ دپاره د حد پولې نه ولې واوړېدلې او مونږ دې راونۀ غوښتلو چې تا سره لاړ شُو؟ مونږ به ستا کور سره تا وسوزوو.“ 2خو اِفتاح هغوئ ته ووئيل، ”زما او زما د خلقو د عمونيانو سره يوه سخته لانجه وه. ما تاسو راوغوښتلئ، خو تاسو زۀ د هغوئ نه بچ نۀ کړم. 3کله چې ما ته پته ولګېده چې تاسو زما د بچ کولو دپاره رانۀ غلئ، نو ما خپل ژوند په خطره کښې واچولو او د حد پولې نه واوړېدم چې د هغوئ سره جنګ وکړم او مالِک خُدائ ما له په هغوئ باندې فتح راکړه. نو اوس تاسو ما سره جنګ کولو له ولې راغلى يئ؟“ 4بيا اِفتاح د جِلعاد ټول سړى راغونډ کړل، د اِفرائيم د سړو سره يې جنګ وکړو او هغوئ له يې شکست ورکړو ځکه چې د اِفرائيم خلقو وئيلى وُو چې، ”تاسو جِلعاديان تش د اِفرائيم او منسى مفروران يئ.“ 5د دې دپاره چې اِفرائيميان تښتېدو ته پرې نۀ ږدى، جِلعاديانو هغه ځايونه ونيول چې چرته هغوئ د اُردن نه پورې وتلے شول. کله چې به يو اِفرائيمى هم د تښتېدو کوشش کولو نو هغۀ به د پورې وتو اجازت غوښتو او د جِلعاد سړو به ترې نه تپوس کولو، ”تۀ د اِفرائيم د قبيلې يې څۀ؟“ کۀ هغۀ به ووئيل چې، ”نه،“ 6هغوئ به ورته ووئيل چې، ”شبوليت ووايه.“ خو هغۀ به ورته په جواب کښې ”سبوليت“ ووئيل ځکه چې هغۀ به دا ټکے صحيح نۀ شو وئيلے. نو هغه به يې ونيولو او د اُردن سيند نه د پورې وتو په ځائ کښې به يې ووژلو. په هغه وخت کښې دوه څلوېښت زره اِفرائيميان ووژلے شول. 7اِفتاح شپږ کاله د بنى اِسرائيلو قاضى وو. بيا هغه مړ شو او په جِلعاد کښې په يو ښار کښې ښخ شو.
اِبصان، ايلون او عبدون
8د اِفتاح نه پس، د بيت‌لحم اِبصان د بنى اِسرائيلو قاضى شو. 9د هغۀ دېرش زامن او دېرش لوڼه وې. هغۀ خپلې لوڼه د خپلې قبيلې نه بهر وادۀ کړې او خپلو زامنو له يې دېرش ښځې د پردو قبيلو نه وادۀ کړې. اِبصان اووۀ کاله د بنى اِسرائيلو قاضى وو، 10بيا هغه مړ شو او په بيت‌لحم کښې ښخ شو. 11د اِبصان نه پس، د زبولون ايلون لس کاله د بنى اِسرائيلو قاضى شو. 12بيا هغه مړ شو او د زبولون په علاقه په ايالون کښې ښخ شو. 13د ايلون نه پس، د فِرعاتون نه د هليل زوئ عبدون د بنى اِسرائيلو قاضى شو. 14د هغۀ څلوېښت زامن او دېرش نمسى وُو، چې هر يو په خپل خر باندې سورلى کوله. عبدون اتۀ کاله د بنى اِسرائيلو قاضى وو، 15بيا هغه مړ شو او په فِرعاتون کښې ښخ شو چې دا ځائ د عماليقيانو د غرونو په مُلک کښې د اِفرائيم په علاقه کښې وو.

Currently Selected:

قاضيانو 12: PYPB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in

Video for قاضيانو 12