4
څلورم باب
د دُنيا سره دوستى
1ستاسو په مينځ کښې جنګ او جګړې د کومه راغلې؟ ولې دا ستاسو د هغه خواهشاتو په وجه نۀ دى چې په تاسو کښې فساد پېدا کوى؟ 2تاسو چې څۀ غواړئ او حاصلولے يې نۀ نو بيا تاسو قتل کوئ. تاسو د نورو خلقو د څيزونو نه سوزئ، خو تاسو هغه نۀ شئ حاصلولے، نو بيا تاسو د جنګ جګړو نه کار اخلئ. خو تاسو سره هغه څۀ نشته کوم چې تاسو غواړئ ځکه چې تاسو هغه د خُدائ پاک نه نۀ غواړئ. 3تر دې چې تاسو يې غواړئ خو څۀ په لاس نۀ درځى، دا ځکه چې تاسو يې په بد نيت سره غواړئ، د دې دپاره چې تاسو يې په خپل عېش و عشرت ولګوئ. 4اے زناکارو خلقو، ولې تاسو په دې نۀ پوهېږئ چې د دُنيا سره ملګرتيا کول د خُدائ پاک سره دشمنى کول دى؟ نو ځکه څوک چې د دې شريرې دُنيا سره مينه کوى، هغه د خُدائ پاک سره دشمنى کوى. 5يا تاسو دا ګڼئ چې مقدس کِتاب بېفائدې وائى چې، ”خُدائ پاک چې کوم روح زمونږ په زړُونو کښې اچولے دے، هغه د حسد خواهش ساتى څۀ؟“ 6بلکې هغه په مونږ زيات فضل کوى، نو ځکه صحيفې دا فرمائى چې، ”خُدائ پاک د کبرژنو مقابله کوى خو عاجزانو له فضل ورکوى.“ 7نو په دې وجه خپل ځانونه بيا د خُدائ پاک تابع کړئ، او د اِبليس مقابله وکړئ نو هغه به تاسو نه وتښتى. 8تاسو خُدائ پاک ته رانزدې شئ او هغه به تاسو ته رانزدې شى. اے ګناهګارانو، خپل لاسونه د بدو کارونو نه صفا کړئ او اے دوه زړيو خلقو، خپل زړونه پاک کړئ. 9په خپلو اعمالو وير او ژړا وکړئ، ستاسو خندا دې په وير بدله شى او ستاسو خوشحالى دې په غم. 10خپل ځان د مالِک په وړاندې عاجز کړئ او هغه به تاسو له عزت درکړى.
په نورو وروڼو اِلزام لګول
11اے وروڼو او خوېندو، د يو بل خلاف خبرې مۀ کوئ. څوک چې د خپل ورور خلاف خبرې کوى يا په بل چا اِلزام لګوى، هغه د شريعت بد وائى او په شريعت اِلزام لګوى، خو کۀ تۀ په شريعت اِلزام لګوې نو تۀ په شريعت عمل کوونکے نه، بلکې په هغې قاضى يې. 12خو د شريعت ورکوونکے او قاضى خو يو دے چې د بچ کولو او د هلاکولو قدرت ورسره شته، نو بيا تۀ څوک يې چې په خپل ګاونډى اِلزام لګوې؟
د فخر خلاف خبردارے
13په تاسو کښې څوک چې دا وائى چې، ”مونږ به نن يا سبا فلانکى ښار ته لاړ شُو او هلته به يو کال تېر کړُو او په تجارت کښې به ګټه وکړُو،“ 14خو اوس تاسو په دې نۀ يئ خبر چې سبا به څۀ کيږى، ستاسو ژوند څۀ څيز دے؟ د يو دوند په شان دے چې د لږ ساعت دپاره ښکاره شى او بيا فنا شى. 15د دې په ځائ تاسو له دا وئيل په کار دى چې، ”کۀ د مالِک خُدائ رضا وى نو مونږ به ژوندى پاتې شُو او دا يا هغه کار به وکړُو.“ 16خو تاسو په خپلو ډوزو فخر کوئ خو دا قِسم فخر کول بد دى. 17نو بيا کۀ څوک په ښۀ کولو پوهيږى او نۀ يې کوى، نو هغه ګناه کوى.