YouVersion Logo
Search Icon

پېدايښت 5

5
پينځم باب
د حضرت آدم اولاد
1دا د آدم د اولاد نسب‌نامه ده. کله چې خُدائ پاک بنى آدم پېدا کړو، هغه يې د خپل ځان په شان پېدا کړو. 2هغوئ يې نر او ښځه پېدا کړل، بختور يې کړل او ”بنى آدم“ نوم يې پرې کېښودو. 3کله چې آدم د يو سل دېرشو کالو وو، نو د هغۀ يو زوئ وشو چې د هغۀ په شان وو او شيث نوم يې پرې کېښودو. 4د دې نه پس آدم اتۀ سوه کاله نور ژوندے وو. د هغۀ نور بچى هم پېدا شول 5او د نهۀ سوه دېرشو کالو په عُمر کښې په حق ورسېدو. 6کله چې شيث د يو سل پينځو کالو وو، د هغۀ زوئ انوش پېدا شو، 7هغه نور اتۀ سوه اووۀ کاله ژوندے وو. د هغۀ نور بچى هم پېدا شول، 8او د نهۀ سوه دولسو کالو په عُمر کښې په حق ورسېدو. 9کله چې انوش د لس کم سلو کالو وو، د هغۀ زوئ قېنان وشو، 10او انوش نور اتۀ سوه پينځلس کاله ژوندے وو. د هغۀ نور بچى هم پېدا شول 11او د نهۀ سوه او پينځو کالو په عُمر کښې په حق ورسېدو. 12کله چې قېنان د اوياؤ کالو وو، د هغۀ يو زوئ محلل‌اېل پېدا شو، 13او قېنان نور اتۀ سوه څلوېښت کاله ژوندے وو. د هغۀ نور بچى هم پېدا شول 14او د نهۀ سوه لسو کالو په عُمر کښې په حق ورسېدو. 15محلل‌اېل د پينځو شپېتو کالو وو، چې د هغۀ زوئ يارد پېدا شو، 16او هغه نور اتۀ سوه او دېرش کاله ژوندے وو. د هغۀ نور بچى هم پېدا شول 17او د پينځۀ کم نهۀ سوو کالو په عُمر کښې په حق ورسېدو. 18چې کله يارد د يو سل دوه شپېتو کالو وو، د هغۀ زوئ حنوک وشو، 19او بيا نور اتۀ سوه کاله ژوندے وو. د هغۀ نور بچى هم پېدا شول 20او د نهۀ سوه دوه شپېتو کالو په عُمر کښې په حق ورسېدو. 21کله چې حنوک د پينځو شپېتو کالو وو، د هغۀ زوئ مِتهوشله پېدا شو. 22د دې نه پس، حنوک درې سوه کاله د خُدائ پاک په ملګرتيا کښې ژوندے وو او نور بچى يې هم پېدا شول. 23د هغۀ ټول عُمر درې سوه پينځۀ شپېتۀ کاله وو. 24حنوک خپل ژوند د خُدائ پاک په ملګرتيا کښې تېر کړو او د هغې نه پس خلقو ونۀ ليدو، ځکه چې هغه خُدائ پاک خپل ځان ته پورته اوچت کړو. 25کله چې مِتهوشله د يو سل اووۀ اتيا کالو وو، د هغۀ زوئ لمک پېدا شو، 26او هغه نور اووۀ سوه او دوه اتيا کاله ژوندے وو، د هغۀ نور بچى هم پېدا شول 27او د نهۀ سوه نهۀ شپېتو کالو په عُمر کښې په حق ورسېدو. 28کله چې لمک د يو سل دوه اتيا کالو وو، د هغۀ يو زوئ وشو، 29لمک ووئيل، ”دا ماشوم به مونږ له د مالِک خُدائ لعنتى کړے شوې زمکې د سختې خوارۍ نه آرام راکړى.“ نو د هغۀ نوم يې نوح کېښودو. 30لمک نور پينځۀ کم شپږ سوه کاله ژوندے وو. د هغۀ نور بچى هم پېدا شول 31او د اووۀ سوو اووۀ اوياؤ کالو په عُمر کښې په حق ورسېدو. 32د پينځو سوو کالو عُمر نه پس د نوح درې زامن وشول، شيم، حام او يافت د دوئ نومونه وُو.

Currently Selected:

پېدايښت 5: PYPB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in

YouVersion uses cookies to personalize your experience. By using our website, you accept our use of cookies as described in our Privacy Policy