YouVersion Logo
Search Icon

پېدايښت 49

49
يو کم پنځوسم باب
د حضرت يعقوب د خپلو زامنو سره آخرى ملاقات
1يعقوب خپل زامن راوغوښتل او ورته يې وفرمائيل، ”راغونډ شئ او زۀ به تاسو ته ووايم چې په راتلونکى وخت کښې به په تاسو څۀ کيږى. 2راټول شئ او واورئ، اے د يعقوب زامنو. د خپل پلار اِسرائيل خبره واورئ.
3روبين، تۀ زما مشر زوئ يې. تۀ زما د طاقت وړومبۍ مېوه يې او زما د ځوانۍ وړومبے بچے، په عزت او طاقت کښې زما د ټولو زامنو نه زيات يې. 4تۀ د جوشناک سېلاب په شان يې، خو تۀ به د ټولو نه عزتمند نۀ يې، دا ځکه چې تۀ زما د بلې ښځې سره څملاستې او د خپل پلار کټ دې پليت کړو.
5شمعون او ليوى په بدو کښې وروڼه دى. بدعملۍ کولو دپاره د خپلو تُورو نه کار اخلى. 6د دوئ په پټو خبرو کښې به زۀ نۀ شريکېږم، او نۀ به د دوئ په ډله کښې حِصه اخلم، ځکه چې په غصه کښې دوئ خلق ووژل او دوئ هسې د خوند دپاره غوَيان ګوډ کړل. 7لعنت دې د دوئ په قهر وى، ځکه چې هغه قهر ډېر سخت وو، او لعنت دې د دوئ په غضب وى، ځکه چې دا غضب بې‌رحمه وو. زۀ به د دوئ اولاد د اِسرائيل په ټول مُلک کښې خوارۀ وارۀ کړم. زۀ به دوئ د اِسرائيلو نورو قبيلو سره ګډ‌وډ کړم.
8يهوداه، ستا وروڼه به ستا صِفت کوى. تۀ به خپل دشمنان د مرۍ نه رانيسې. ستا وروڼه به ستا په مخکښې ټيټ شى. 9يهوداه، تۀ د ازمرى بچے يې، چې ښکار ووژنى او خپل غار ته راستُون شى، غزيږى او څملى. هيڅ څوک هم دا زړۀ نۀ شى کولے چې هغه راپاڅوى. 10يهوداه به د مشرۍ جنډا نيسى، او د هغۀ اولاد به همېشه حکومت کوى. قومونه به هغۀ له قلنګ راوړى، او د هغۀ په مخکښې به د تابعدارۍ سره ټيټيږى. 11هغه خپله کوچاڼې د انګور په بوټى پورې تړى، د ټولو نه ښۀ بوټى پورې. هغه خپلې جامې د انګور په سور رس کښې وينځى. 12د هغۀ سترګې د شرابو نه سرې دى، د هغۀ غاښونه د پيو نه سپين دى.
13زبولون به د سيند په غاړه اوسيږى. د هغۀ د سيند غاړه به د کشتو دپاره محفوظ ځائ وى. د هغۀ علاقه به د صيدا پورې ورسيږى.
14يساکار لکه تکړه خر دے چې د دوو بارونو په مينځ کښې اوږد اوږد څملى. 15خو چې هغۀ ته پته ولګېږى چې د هغۀ د آرام ځائ ښۀ دے او چې هغه مُلک هم ښائسته دے. نو هغه به خپله ملا بار وړلو له راښکته کړى او د نوکر په شان کار ترې اخستے شى.
16دان به د خپلو خلقو بادشاه وى. هغوئ به هم د اِسرائيلو د نورو قبيلو په شان وى. 17دان به د سړک د غاړې مار وى، د لارې يو خطرناک مار، چې هغه آس په پونده وچيچى، نو چې سور کس ترې په شا پرېوځى.
18اے مالِکه خُدايه، زۀ ستا د خلاصون په اِنتظار يم. 19د ډاکوانو يوه ډله به په جاد حمله وکړى، خو هغه به راوګرځى او په هغوئ پسې به شى.
20د آشر زمکه به ډېر ښۀ خوراک پېدا کړى. هغه به د بادشاهانو دپاره ښۀ مزېدار خوراک تيار کړى.
21نفتالى هوسۍ ده چې په آزادۍ سره منډې وهى، او هغه ښُکلى بچى راوړى.
22يوسف يوه مېوه داره څانګه ده، په سپرلى کښې د مېوې نه ډکه څانګه، د هغۀ څانګې په دېوال خېژى. 23د هغۀ غصه ناک دشمنان په هغۀ باندې سخته حمله کوى او د خپلو غشو او ليندو سره په هغۀ پسې وى. 24خو چې هغه لينده راکاږى نو د هغۀ لاسونه نۀ رپيږى، او د هغۀ مټې مضبوطې جوړې شوې دى، د يعقوب د قادر خُدائ په قُدرت سره، د هغه شپون په نامه، چې د بنى اِسرائيلو ساتونکے دے. 25هغه ستا د پلار خُدائ پاک دے چې هغه ستا مدد کوى، هغه قادر خُدائ چې تا له برکت درکوى. د بره آسمان د بارانونو او د زمکې د لاندې د چينو برکت درکړى، برکتونه د ډېرو څاروو او د اولادونو، 26ستا د خپل پلار برکتونه همېشه دپاره د زړو غرونو د برکت نه ښۀ دى، ښۀ څيزونه د نۀ ختمېدونکو غرونو نه. دا ټول برکتونه دې د يوسف په سر وى، د هغۀ په تندى، چې د خپلو وروڼو مشر دے.
27بنيامين د يو شلونکى شرمخ په شان دے. چې په سحر کښې ښکار خورى او په ماښام کښې څۀ چې پاتې وى هغه ويشى.“ 28دا د بنى اِسرائيلو دولس قبيلې دى او دا هغه وصيت دے کوم چې خپل پلار ورته د برکت ورکولو په وخت وکړو او هر زوئ له يې خپل خپل مناسب برکت ورکړو.
د حضرت يعقوب مرګ او ښخېدل
29‏-30نو يعقوب خپلو زامنو ته وصيت کولو، ”زۀ مرګ ته نزدې يم. ما د خپل پلار نيکۀ سره، د کنعان په مُلک کښې، د ممرۍ سره نزدې په مکفيله کښې، د حِتى عِفرون د پټى په غار کښې ښخ کړئ. هغه غار او پټے اِبراهيم د عِفرون نه د قبرستان دپاره اخستے وو. 31دا هم هغه ځائ دے چرته چې هغوئ اِبراهيم او د هغۀ ښځه ساره ښخ کړى وُو، دا هم هغه ځائ دے چرته چې هغوئ اِسحاق او د هغۀ ښځه رِبقه ښخه کړې وه، او دا هغه ځائ دے چرته چې ما لِياه ښخه کړې ده. 32هغه پټے او هغه غار د حِتيانو نه اخستے شوے وو. ما هم هلته ښخ کړئ.“ 33چې کله يعقوب خپلو زامنو ته وصيت ختم کړو، هغه بيا څملاستو، ساه يې ورکړه او په حق ورسېدو.

Currently Selected:

پېدايښت 49: PYPB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in