YouVersion Logo
Search Icon

کولوسيان 4

4
څلورم باب
د کلام بيانول
1اے مالِکانو، د خپلو نوکرانو سره د عدل او اِنصاف سلوک کوئ ځکه چې تاسو ته پته ده چې په آسمان کښې ستاسو هم يو مالِک شته. 2خپل ځانونه په دُعا کښې مشغول کړئ او بېدار اوسئ او شُکر ګزارى کوئ. 3او مونږ دپاره هم دُعا کوئ چې خُدائ پاک مونږ ته د کلام دپاره ور کولاو کړى چې مونږ د مسيح هغه راز بيان کړُو چې د کوم په سبب زۀ قېد کښې يم، 4دُعا کوئ چې زۀ د هغه کلام داسې وضاحت وکړم څنګه چې ما له کول په کار دى. 5د بې‌ايمانانو سره د هوښيارتيا سلوک کوئ او د هرې موقعې نه فائده اخلئ. 6ستاسو کلام دې همېشه د فضل نه ډک او خوندور وى چې تاسو هر چا ته مناسب جواب ورکولے شئ.
آخرى سلام
7تخيکوس به تاسو ته زما په حقله ټولې خبرې وکړى. هغه زمونږ ګران ورور، وفادار خِدمتګار او د مالِک په کار کښې زمونږ ملګرے دے. 8ما هغه تاسو ته د دې مقصد دپاره درولېږلو چې تاسو زمونږ په حال خبر کړى او چې هغه ستاسو زړونو له ډاډګيرنه ورکړى. 9هغۀ سره زمونږ خوږ ايماندار ورور اونيسيموس درځى څوک چې ستاسو نه يو دے. هغوئ به تاسو ته د دې ځائ په حقله ټولې خبرې بيان کړى. 10اريسترخوس چې ما سره قېدى دے، سلام درلېږى، او دغه شان د برنباس تربور مرقوس هم، د چا په حقله چې تاسو ته حکم درکړے شوے وو چې کۀ هغه تاسو له راغلو نو هرکلے يې وکړئ، 11او عيسىٰ چې ورته يوستوس وائى هغه هم درته سلام وائى. د يهوديانو نه صرف دا درې کسان دى چې د خُدائ پاک د بادشاهۍ په کار کښې زما ملګرى دى او په هغوئ زما لويه تسلى ده. 12اِپفراس چې ستاسو نه يو دے او د عيسىٰ مسيح خادِم دے هغه هم تاسو ته سلام وائى. هغه همېشه تاسو دپاره لاس په دُعا دے چې ستاسو ايمان مضبوط شى، او د خُدائ پاک د پوره مرضۍ په مطابق خپل ژوند تېر کړئ. 13زۀ د هغۀ ګواهى ورکوم چې هغه ستاسو دپاره او د لوديکيه او د هيراپولس د خلقو دپاره ډېره زياته خوارى کوى. 14زمونږ خوږ ملګرى او طبيب لوقا او ديماس درته سلام وائى. 15د لوديکيه وروڼو او خوېندو او نِمفا ته او د هغې په کور کښې د جماعت خلقو ته زما سلام ووايئ. 16نو کله چې تاسو دا خط ولولئ، نو بيا دا د لوديکيې جماعت ته ولېږئ چې هغوئ يې هم ولولى. او تاسو دا خط کوم چې ما هغوئ ته وليکلو ولولئ. 17او ارخيپوس ته ووايئ چې، ”کوم خِدمت چې په مالِک کښې تا ته سپارلے شوے دے، هغه پوره کړه.“ 18زۀ پولوس په خپل لاس تاسو ته سلام ليکم. زما په لاس پښو کښې زولنۍ مۀ هېروئ او په تاسو دې د خُدائ پاک فضل وى.

Currently Selected:

کولوسيان 4: PYPB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in