YouVersion Logo
Search Icon

اول پطروس 3

3
درېم باب
ښځې او خاوندان
1اے ښځو، هم دغه شان تاسو هم د خپلو خاوندانو تابعدارې اوسئ، نو کۀ چرې په هغوئ کښې ځينې د خُدائ پاک کلام نۀ منى نو چې بيا هم هغوئ ستاسو چال چلن ته وګورى نو ستاسو د خبرو نه بغېر به خُدائ پاک ته راواوړى 2کله چې هغوئ وګورى چې تاسو څومره په پاکوالى سره د خُدائ پاک په يره کښې ژوند تېروئ. 3ستاسو ډول او سنګار دې ظاهرى نۀ وى، يعنې سر کمڅۍ کول او د سرو زرو کالى او قِسما قِسم جامې اغوستل، 4بلکې ستاسو غېر فانى ډول سنګار دې په هغه باطنى انسانيت کښې په حليمۍ او په سکون کښې وى چې د خُدائ پاک په نزد ډېر قيمتى دے. 5او په پخوا زمانه کښې هم په خُدائ پاک اُميد ساتونکو پاکو ښځو به خپل ځانونه داسې سنګارول چې د خپلو خاوندانو تابعدارې وې، 6لکه څنګه چې ساره د اِبراهيم تابعداره وه او هغۀ ته يې خپل مالِک وئيل. نو تاسو به هم د هغې لوڼه يئ، خو کۀ چرې تاسو نېک کارونه کوئ او د يو څيز نه هم مۀ يرېږئ کوم چې خلق يروى. 7اے خاوندانو، هم دغه شان تاسو هم د خپلو ښځو سره په احترام سره ژوند کوئ او د ښځو لکه د نازکو لوښو په شان عزت کوئ ځکه چې هغوئ تاسو سره د ژوند په نعمت کښې وارثانې دى، نو هسې نه چې ستاسو دُعاګانې د قبلېدو نه ايسارې شى.
د نېکو کارونو دپاره تکليفونه تېرول
8غرض دا چې تاسو ټول په يو زړۀ او په همدردۍ اوسېږئ، د ورورولۍ مينه کوئ، نرم زړۀ او حليمان اوسئ. 9د بدو په بدل کښې چا سره بد مۀ کوئ او د کنځلو په بدل کښې چا ته کنځل مۀ کوئ، بلکې د دې په ځائ ورله برکت وغواړئ ځکه چې تاسو د دې دپاره رابللے شوى يئ چې د برکت وارثان شئ. 10ځکه چې، ”کۀ تاسو د ژوند سره مينه کوئ او ښې ورځې ليدل غواړئ، نو په خپلې ژبې بد مۀ وايئ او په خپلو شونډو دروغ مۀ وايئ. 11ښۀ کوئ او د بدو نه ځان ساتئ، امن قائم ساتئ او د هغې کوشش کوئ. 12ځکه چې د مالِک خُدائ نظر په صادقانو وى او د هغوئ فريادونه اورى. خو مالِک خُدائ د هغوئ په خلاف وى څوک چې بد کارونه کوى.“ 13نو بيا تاسو له څوک نقصان درکولے شى کۀ چرې تاسو د نېک کارونو خواهشمند يئ؟ 14خو کۀ چرې تاسو د صداقت دپاره مصيبتونه هم وزغمئ، تاسو له به برکت درکړے شى نو ځکه د هغوئ په يرولو مۀ يرېږئ او زړونه مۀ بائيلئ. 15بلکې په خپلو زړونو کښې مسيح مقدس مالِک وګڼئ، او هغوئ ته د جواب ورکولو دپاره همېشه تيار اوسئ څوک چې ستاسو نه ستاسو د اُميد د وجې تپوس وکړى. 16خو په نرمۍ او درناوى سره خپل ضمير صفا ساتئ نو چې څوک په مسيح کښې ستاسو ښۀ چال چلن ته کنځل کوى نو هغوئ به بيا په داسې کولو پښېمانه شى. 17نو دا بهتره ده چې مونږ د ښو کارونو دپاره تکليف وزغمو، چې د خُدائ پاک د مرضۍ دپاره وى، نه چې د شرارت دپاره وى. 18ځکه چې مسيح ستاسو د ګناهونو دپاره يو ځل د همېشه دپاره مړ شو، يعنې صادق د ګناهګارانو دپاره، د دې دپاره چې تاسو خُدائ پاک له راولى. هغه په جسمانى توګه مړ کړے شو خو په روحانى توګه ژوندے کړے شو. 19هم دغه شان هغه لاړو او قېد روحونو ته يې پېغام ورکړو. 20دا هغه روحونه وُو چې په پخوا زمانه کښې نافرمانه وُو کله چې خُدائ پاک د نوح په زمانه کښې صبر او انتظار کولو چې کله هغۀ لا کشتۍ جوړوله نو چې په کښې اتۀ کسان د سېلاب نه بچ پاتې شول. 21او دا اوبۀ د دې بپتسمې په مثال دى چې اوس تاسو بچ کوى، د دې مقصد ګندګى لرې کول نۀ دى بلکې په دې مونږ خُدائ پاک نه خواست کوُو چې د عيسىٰ مسيح د بيا ژوندى کېدو په وسيله زمونږ ضميرونه پاک کړى، 22څوک چې آسمان ته ختلے دے او د خُدائ پاک ښى لاس ته ناست دے، او فرښتې، اختيارمند او قُدرتونو والا يې د هغۀ تابع کړې دى.

Currently Selected:

اول پطروس 3: PYPB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in