YouVersion Logo
Search Icon

اول بادشاهان 21

21
يويشتم باب
د نبوت د انګورو باغ
1نو په يزرعيل کښې د سامريه د اخى‌اب بادشاه د محل سره نزدې د انګورو يو باغ وو چې د نبوت نومې سړى وو. 2يوه ورځ اخى‌اب نبوت ته ووئيل، ”د انګورو باغ دې ما له راکړه، دا زما د محل سره نزدې دے او زۀ د دې زمکې نه د سبزۍ باغ جوړول غواړم. زۀ به تا له د دې نه ښۀ د انګورو باغ درکړم، يا کۀ تۀ وائې نو زۀ به د دې قيمت درکړم.“ 3نبوت ورته ووئيل، ”د انګورو دا باغ ما ته د پلار نيکۀ نه په ميراث کښې مِلاو شوے دے، مالِک خُدائ دې ونۀ کړى چې زۀ دا تا له درکړم.“ 4اخى‌اب کور ته لاړو او چې نبوت ورته څۀ وئيلى وُو په هغې باندې خفه او غصه وو. هغه په خپل کټ کښې څملاستو، ځان يې مرَور کړو او خوراک يې نۀ کولو. 5د هغۀ ښځه ايزبل ورغله او تپوس يې ترې نه وکړو، ”تۀ ولې دومره خفه يې؟ او خوراک ولې نۀ کوې؟“ 6نو هغۀ ورته ووئيل، ”دا ځکه چې نبوت يزرعيلى ته ما ووئيل چې زۀ به درنه د انګورو باغ په پېسو واخلم، يا کۀ غواړې نو زۀ به د دې باغ په ځائ بل باغ درکړم، خو هغۀ راته ووئيل، چې باغ تا له نۀ درکوم.“ 7ايزبل ورته ووئيل، ”نو تۀ د اِسرائيل بادشاه يې کۀ نه؟“ د کټ نه پاڅه، ”خپل زړۀ خوشحال کړه او خوراک وکړه. زۀ به تا له د نبوت د انګورو باغ واخلم.“ 8بيا هغې يو څو خطونه وليکل، د اخى‌اب دستخط يې ورباندې وکړو، د هغۀ مهر يې ورباندې ولګولو او د هغه ښار آفسرانو او مشرانو ته يې ولېږل چرته چې نبوت اوسېدو. 9په خطونو کښې ليکلى شوى وُو، ”اعلان وکړئ چې خلق روژه ونيسى، خلق دې راغونډ شى او نبوت له د عزت ځائ ورکړى. 10دوه بدمعاشان د هغۀ مخامخ کښېنوئ چې اِلزام ورباندې ولګوى چې هغۀ د خُدائ پاک او بادشاه ګستاخى کړې ده. بيا هغه د ښار نه بهر بوځئ او سنګسار يې کړئ چې مړ شى.“ 11نو د نبوت ښار اوسېدونکو مشرانو او آفسرانو هم هغه شان وکړل لکه څنګه چې ورته ايزبل په هغه خطونو کښې ليکلى وُو. 12هغوئ اعلان وکړو چې نن روژه ونيسئ، خلق راغونډ شول او نبوت له يې د عزت ځائ ورکړو. 13هغه دوو بدمعاشانو د خلقو په مينځ کښې په هغۀ اِلزام ولګولو چې هغۀ د خُدائ پاک او د بادشاه ګستاخى کړې ده، نو هغه د ښار نه بهر بوتلے شو او سنګسار يې کړو. 14نو ايزبل ته دا پېغام ولېږلے شو چې، ”نبوت سنګسار شوے دے او مړ دے.“ 15څنګه چې ايزبل ته دا پېغام مِلاو شو، نو هغې اخى‌اب ته ووئيل، ”نبوت مړ دے نو لاړ شه او د انګورو هغه باغ قبضه کړه، چې کوم يې په تا باندې نۀ خرڅولو.“ 16نو اخى‌اب فوراً د انګورو باغ ته لاړو او قبضه يې کړو. 17بيا د مالِک خُدائ کلام د تِشبى پېغمبر په الياس نازل شو چې، 18”د سامريه بادشاه اخى‌اب له لاړ شه. هغه به تۀ د نبوت د انګورو په باغ کښې ووينې، چې په کوم باندې قبضه کوى. 19هغۀ ته ووايه چې زۀ مالِک خُدائ هغۀ ته فرمايم چې د هغه سړى د وژلو نه پس، د هغۀ په جائيداد قبضه هم کوې څۀ؟ هغۀ ته ووايه چې زۀ داسې فرمايم، په کوم ځائ کښې چې سپو د نبوت وينه وڅټله نو سپى به هلته ستا وينه هم وڅټى.“ 20کله چې اخى‌اب الياس وليدو، نو هغۀ ورته ووئيل، ”زما دشمنه، زۀ دې پېدا کړم؟“ الياس ورته وفرمائيل، ”آو، تۀ مې پېدا کړې، تا خپل ځان هغه څۀ ته حواله کړے دے چې د مالِک خُدائ په نظر کښې غلط دى. 21نو مالِک خُدائ تا ته فرمائى چې زۀ په تا تباهى راولم. زۀ به تا لرې کړم او ستا د خاندان هر يو نر کس به ختم کړم، کۀ هغه بوډا وى او کۀ ځوان وى. 22ستا خاندان به د نباط زوئ يربعام بادشاه په شان او د اخياه د زوئ بعشا بادشاه د خاندان په شان شى، ځکه چې اِسرائيليان دې د ګناه طرف ته بوتلى دى نو تا زما غصه راپارولې ده. 23او مالِک خُدائ د ايزبل په حقله فرمائى چې د يزرعيل په ښار کښې به سپى د هغې لاش وخورى. 24ستا هر يو خپلوان چې په ښار کښې مړ شى نو سپى به يې وخورى او څوک چې په مېدان کښې مړۀ شى نو مارغان به يې وخورى.“ 25د اخى‌اب په شان داسې هيڅ څوک هم نۀ وُو چې د مالِک خُدائ په نظر کښې يې دومره بد عمل کړے وو او خپلې ښځې ايزبل ورباندې دا کار کړے دے. 26هغۀ ډېر د بې‌شرمۍ ګناهونه وکړل چې د بُتانو عبادت يې وکړو، لکه څنګه چې اموريانو کړى وُو، کوم چې مالِک خُدائ په هغه وخت کښې د هغه مُلک نه شړلى وُو چې بنى اِسرائيل مخ په وړاندې تلل. 27کله چې اخى‌اب د الياس دا خبرې واورېدې، نو اخى‌اب خپلې جامې وشلولې او وې ويستلې او د ټاټ جامې يې واغوستلې. هغۀ خوراک نۀ کولو، د ټاټ په جامو کښې اودۀ کېدو او سر وهلے بر وهلے ګرځېدو. 28د مالِک خُدائ کلام په الياس پېغمبر نازل شو چې، 29”تا ته پته لګېدلې ده څۀ چې اخى‌اب ما ته خپل ځان څومره عاجز کړے دے؟ نو چې ترڅو پورې هغه ژوندے وى نو زۀ به په هغۀ تباهى نۀ راولم، خو د هغۀ د خپل زوئ په ژوند کښې به زۀ د اخى‌اب په خاندان باندې تباهى راولم.“

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in