YouVersion Logo
Search Icon

اول بادشاهان 11

11
يوولسم باب
د حضرت سليمان د خُدائ پاک تابعدارى نۀ کول
1او سليمان د پردى مُلک د ډېرو ښځو سره مينه کوله. د فِرعون د لور نه علاوه هغۀ حِتۍ، موآبۍ، عمونۍ، ادومۍ او صيدانۍ ښځې وادۀ کړې. 2مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو له دا حُکم ورکړے وو چې د دې قومونو سره ودونه مۀ کوئ ځکه چې د دې په وجه به د بنى اِسرائيلو زړونه نورو خُدايانو ته واوړى، خو سليمان د غېرو قومو ښځو مينه نۀ پرېښودله. 3سليمان اووۀ سوه شهزادګۍ وادۀ کړې او درې سوه وينځې يې هم وې. نو هغوئ د هغۀ زړۀ د خُدائ پاک نه واړولو 4او چې سليمان بوډا شو نو هغوئ د هغۀ زړۀ پردو خُدايانو ته واړولو او هغه د خپل پلار داؤد په شان د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک پوره وفادار پاتې نۀ شو. 5هغۀ د صيدان عستارات مجسمې او د عمون د پليت مولک بُت عبادت يې وکړو. 6نو سليمان هغه څۀ وکړل چې څۀ د مالِک خُدائ په نظر کښې بد وُو او هغۀ د مالِک خُدائ پوره تابعدارى نۀ کوله، لکه څنګه چې د هغۀ پلار داؤد کړې وه. 7هغۀ د يروشلم نمرخاتۀ طرف ته په غرۀ باندې د موآب د پليت معبود کموس او د عمون د پليت مولک بُت د عبادت دپاره يوه عبادتخانه جوړه کړه. 8هغۀ د عبادت ځايونه هم جوړ کړل چرته به چې د هغۀ د پردى مُلک ټولو ښځو خوشبوئى سوزوله او خپلو خُدايانو ته به يې نذرانې پېش کولې. 9‏-10مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک دوه ځل سليمان ته څرګند شوے وو او دا حُکم يې ورکړے وو چې د پردو خُدايانو عبادت مۀ کوه، خو سليمان د مالِک خُدائ تابعدارى ونۀ کړه او د هغۀ نه واوړېدو. نو مالِک خُدائ سليمان ته په قهر شو 11او ورته يې وفرمائيل، ”تا قصداً ما سره خپل لوظ مات کړے دے او زما د حُکمونو نافرمانى دې کړې ده، نو زۀ به خامخا ستا نه بادشاهى اخلم او ستا يو نوکر له به يې ورکوم. 12خو ستا د پلار داؤد په خاطر زۀ به داسې ستا په ژوند کښې نۀ کوم، خو ستا د زوئ په بادشاهۍ کښې به يې وکړم. 13خو زۀ به د هغۀ نه ټوله بادشاهى نۀ اخلم، زۀ به د خپل خِدمت کوونکى داؤد او د خپل خوښ شوى ښار يروشلم د خاطره يوه قبيله هغۀ ته پرېږدم.“
د حضرت سليمان دشمنان
14نو مالِک خُدائ د ادوم شاهى خاندان حدد راوچت کړو چې د سليمان خِلاف شى. 15‏-16د دې نه ډېر وخت وړاندې، کله چې داؤد ادوم فتح کړو او د هغۀ د لښکر مشر يوآب د مړو ښخولو له تلے وو نو داؤد او د هغۀ سړى په ادوم کښې شپږ مياشتې پاتې شول او په دې دوران کښې هغوئ په ادوم کښې ټول نران ووژل 17خو حدد او د هغۀ د پلار څۀ ادوميان نوکران مِصر ته تښتېدلى وُو. (په هغه وخت کښې حدد ماشوم وو.) 18هغوئ ميديان پرېښودو او فاران ته لاړل، چې هلته يو څو نور سړى ورسره ملګرى شول. بيا هغوئ مِصر ته سفر وکړو او فِرعون له لاړل، هغۀ حدد له لږه زمکه او کور ورکړو او د خوراک بندوبست يې ورله وکړو. 19او د فِرعون حدد دومره خوښ شو چې هغۀ له يې د خپلې ښځې يعنې د مَلِکې تحفنحيس خور وکړه، چې حدد يې وادۀ کړى. 20د هغې نه يې يو زوئ جنوبت پېدا شو، چې هغه مَلِکې د فِرعون په محل کښې ساتلو او هلته د فِرعون د زامنو سره اوسېدو. 21کله چې په مِصر کښې حدد ته دا پېغام ورسېدو چې داؤد او د لښکر مشر يوآب مړۀ شوى دى، نو حدد فِرعون ته ووئيل، ”ما پرېږده چې زۀ واپس خپل مُلک ته لاړ شم.“ 22فِرعون ترې نه تپوس وکړو، ”دلته تا ته د څۀ کمے دے؟ چې واپس خپل کور ته تلل غواړې.“ حدد فِرعون له جواب ورکړو، ”نه، بس ما له د تلو اجازت راکړه.“ 23خُدائ پاک د اليدع زوئ رِزون هم د سليمان خِلاف کړو. رِزون د خپل نېک يعنې د ضوباه بادشاه هدد‌عزر نه تښتېدلے وو، 24او هغه د بدمعاشانو د يوې قبيلې مشر شوے وو. دا د هغې نه پس شوى وُو چې کله داؤد هدد‌عزر له شکست ورکړو. رِزون او د هغۀ سړى لاړل او په دمشق کښې اوسېدل، چې هلته خپلو سړو هغه په دمشق کښې بادشاه جوړ کړو. 25د سليمان په ټول ژوند کښې رِزون د بنى اِسرائيلو دشمن وو او د حدد په شان يې هغوئ په تکليف کول، هغۀ د بنى اِسرائيلو نه نفرت کولو خو په خپله يې په شام بادشاهى کوله.
د يربعام سره د خُدائ پاک لوظ
26يو بل سړے د نباط زوئ يربعام د سليمان بادشاه خِلاف شو چې هغه د سليمان خپل يو آفسر وو. يربعام په اِفرائيم کښې د صريده وو. او د يربعام د کونډې مور نوم صروعه وو. 27دا د هغۀ د بغاوت قيصه ده. سليمان د يروشلم نمرخاتۀ طرف ته بره ختلى پټى جوړول او د ښار دېوالونه يې مرمت کول. 28يربعام يو تکړه زلمے وو او کله چې سليمان ته پته ولګېده چې هغه څومره محنتى دے، نو هغه يې د منسى او اِفرائيم قبيلو په علاقه کښې د هغه مزدورانو مشر جوړ کړو. 29يوه ورځ کله چې يربعام د يروشلم نه سفر کولو نو په لاره باندې اخياه پېغمبر ورسره مِلاو شو، اخياه د سيلا وو. او په مېدان کښې د هغوئ نه بغېر نور هيڅ څوک هم نۀ وُو، اخياه نوې چُوغه اغوستې وه. 30اخياه چې کومه نوې چُوغه اغوستې وه هغه يې وويستله او دولس ټوټې يې کړه، 31او يربعام ته يې ووئيل، ”لس ټوټې د ځان دپاره واخله، ځکه مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک تا ته وائى چې زۀ د سليمان نه بادشاهى اخلم او تا له به لس قبيلې درکوم. 32سليمان به يوه قبيله زما د خِدمت کوونکى داؤد او د يروشلم په خاطر وساتى، دا هغه ښار دے چې د بنى اِسرائيل په ټول مُلک کښې ما خوښ کړے دے چې زما شى. 33زۀ داسې ځکه کوم چې سليمان زۀ رد کړے يم او د پردو خُدايانو عبادت يې کړے دے يعنې، د صيدان د مجسمې عستارات، د موآب بُت کموس او د عمون بُت مولک. سليمان زما نافرمانى کړې ده، هغۀ زۀ نۀ يم رضا کړے او لکه څنګه چې د هغۀ پلار داؤد زما په قانون او حُکمونو عمل کولو داسې هغۀ نۀ دے کړے. 34خو زۀ به د سليمان نه ټوله بادشاهى نۀ اخلم او چې ترڅو ژوندے وى نو هغه به بادشاه ساتم. زۀ به داسې زما خِدمت کوونکى د داؤد د خاطره کوم، کوم چې ما خوښ کړے وو او هغۀ زما قانون او حُکمونه منلى وُو. 35زۀ به د سليمان د زوئ نه بادشاهى واخلم او لس قبيلې به درته حواله کړم، 36خو زۀ به د سليمان زوئ ته يوه قبيله پرېږدم، نو چې زما د خِدمت کوونکى داؤد د اولاد نه همېشه زما يو کس وى چې په يروشلم کښې بادشاهى کوى، هغه ښار چې ما خوښ کړے دے چې چرته به زما عبادت کيږى. 37يربعامه، زۀ به تا د اِسرائيل بادشاه جوړ کړم او تۀ به په هغه ټوله علاقه بادشاهى کوې چې ستا زړۀ يې غواړى. 38کۀ تۀ زما د حُکم پوره تابعدارى کوې، زما د قانون په مطابق ژوند تېروې او زما د حُکمونو او تعليماتو په مطابق هغه کار کوې چې زما په نظر کښې ښۀ وى، لکه څنګه چې زما خِدمت کوونکى داؤد کول، نو زۀ به همېشه ستا مل يم. زۀ به تا د بنى اِسرائيلو بادشاه جوړ کړم او ستا اولاد به ستا نه پس خامخا بادشاهى کوى، لکه څنګه چې ما د داؤد دپاره کړى دى. 39د سليمان د ګناه په وجه به زۀ د داؤد اولاد له سزا ورکوم، خو دا به د همېشه دپاره نۀ وى.“ 40سليمان د يربعام د وژلو کوشش کولو، خو يربعام د مِصر بادشاه سيساق له وتښتېدو او د سليمان تر مرګه پورې هلته ايسار وو.
د حضرت سليمان مرګ
41د سليمان کارنامې، د هغۀ حِکمت او چې نور څۀ يې هم کړى وُو هغه ټول ”د سليمان شاه نامه“ نومې کِتاب کښې ليکلے شوى دى. 42هغه څلوېښت کاله په ټولو بنى اِسرائيلو باندې په يروشلم کښې بادشاه وو. 43هغه مړ شو او د داؤد په ښار کښې ښخ شو او د هغۀ زوئ رحُبعام د هغۀ نه پس بادشاه شو.

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in