يوحنا 6

6
شپږم باب
پينځۀ زره خلق مَړول
1د دې نه پس عيسىٰ د ګليل د درياب بلې غاړې ته لاړو چې ورته د تبرياس درياب هم وئيلے کيږى. 2او يوه لويه ګڼه ورپسې وه ځکه چې هغوئ هغه معجزې ليدلې وې چې هغۀ د بيمارانو د شفا دپاره کولې. 3بيا عيسىٰ غرۀ ته پاس وختلو او هلته د خپلو مريدانو سره کښېناستو. 4نو د فسح اختر چې د يهوديانو لوئ اختر دے رانزدې وو. 5بيا چې عيسىٰ خپلې سترګې اوچتې کړې نو يوه لويه ګڼه يې وليدله چې د هغۀ په طرف راروانه وه. نو عيسىٰ فيليپوس ته وفرمائيل چې، ”مونږ به د دې خلقو دپاره روټۍ د کوم ځائ نه اخلو؟“ 6هغۀ دا سوال د هغۀ د آزمېښت دپاره وکړو، ځکه چې هغۀ ته په خپله دا معلومه وه چې هغه به څۀ کوى. 7فيليپوس ورته جواب ورکړو چې، ”د دوو سوو دينارو روټۍ به هم کافى نۀ وى چې د دې خلقو لږه لږه ورسى.“ 8د هغۀ په مريدانو کښې اندرياس چې د شمعون پطروس ورور وو، هغۀ ته ووئيل چې، 9”دلته يو هلک دے چې ورسره د اوربشو پينځۀ روټۍ او دوه کبان شته، خو دا د دې دومره ډېرو خلقو دپاره هيڅ هم نۀ دى.“ 10عيسىٰ وفرمائيل، ”دا خلق کښېنوئ.“ هلته په هغه ځائ کښې ښۀ ډېر واښۀ وُو، نو هغوئ لاندې په زمکه کښېناستل او ټول تقريباً پينځۀ زره سړى وُو. 11بيا عيسىٰ روټۍ واخستلې، شُکر يې پرې وکړو او هغه يې په هغه ناستو خلقو تقسيم کړې. او هم دغسې يې د کبانو سره وکړل او هغوئ چې څومره غوښتل نو دومره يې ورکړل. 12کله چې ټول ښۀ ماړۀ شول نو هغۀ خپلو مريدانو ته وفرمائيل، ”دا پاتې شوې ټوکړې راټولې کړئ نو چې هيڅ هم درنه ضائع نۀ شى.“ 13نو هغوئ هغه راټولې کړې او د اوربشو د پينځو روټو د هغه پاتې شوو ټوکړو نه کومې چې خلقو خوړلې وې دولس ټوکرۍ ډکې شوې. 14کله چې خلقو دا معجزه وليدله چې عيسىٰ وکړه هغوئ يو بل ته ووئيل، ”يقيناً دا هغه پېغمبر دے کوم چې دُنيا ته راتلونکے وو.“ 15کله چې عيسىٰ د هغوې په نيت پوهه شو چې هغوئ هغه خپل بادشاه جوړول غواړى نو هغه په خپله غرۀ ته واپس لاړو.
د حضرت عيسىٰ د اوبو دپاسه ګرځېدل
16کله چې ماښام شو نو د عيسىٰ مريدان ښکته د درياب غاړې ته لاړل، 17په کِشتۍ کښې کښېناستل او د سيند پورې غاړې کفرنحُوم ته روان شول. نو تيارۀ شوې وه او عيسىٰ لا هغوئ سره مِلاو شوے نۀ وو. 18په دې دوران کښې د درياب اوبۀ په اوچتېدو شوې ځکه چې تېز طوفان راغلو. 19کله چې هغوئ درې څلور ميله کِشتۍ وچلوله نو هغوئ عيسىٰ د اوبو دپاسه روان وليدو چې د کِشتۍ طرف ته رانزدې کېدو. او هغوئ يرې واخستل، 20خو عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”مۀ يرېږئ، دا زۀ يم.“ 21نو بيا هغوئ دا غوښتل چې عيسىٰ کِشتۍ ته راوخېژى او سمدستى کِشتۍ هغه غاړې ته ورسېدله چرته چې دوئ روان وُو.
خلق حضرت عيسىٰ لټوى
22بل سحر هغه ګڼ خلق چې د درياب په بله غاړه ايسار شوى وُو هغوئ وليدل چې هلته صرف يوه کِشتۍ وه او د دې نه هم خبر شول چې عيسىٰ د خپلو مريدانو سره کِشتۍ ته نۀ وو ختلے، بلکې د هغۀ مريدان د هغۀ نه بغېر تلى وُو. 23بيا د تبرياس نه نورې کِشتۍ دېخوا راغلې چرته چې خلقو د مالِک د شُکر ويستلو نه وروستو روټۍ خوړلې وه. 24کله چې خلقو وکتل چې نۀ خو عيسىٰ او نۀ يې مريدان هلته شته نو هغوئ په کشتو کښې سوارۀ شول او د عيسىٰ په تلاش کښې پورې غاړه کفرنحُوم ته لاړل.
حضرت عيسىٰ د ژوندون روټۍ ده
25کله چې هغوئ هغه د درياب په بله غاړه وموندو هغوئ عيسىٰ ته ووئيل، ”اُستاذه، تۀ کله دلته راغلې؟“ 26عيسىٰ جواب ورکړو، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې تاسو زما تلاش په دې وجه نۀ کوئ چې تاسو نښې وکتلې بلکې ځکه چې تاسو روټۍ وخوړله او لوږه مو ختمه شوه. 27د داسې خوراک دپاره خوارى مۀ کوئ چې ختميږى بلکې د هغې روټۍ دپاره خوارى کوئ چې تر ابده پاتې کيږى، او کوم به چې اِبن آدم تاسو له درکړى. ځکه چې هم په هغۀ باندې خُدائ پلار خپل مُهر لګولے دے.“ 28بيا هغوئ هغۀ ته ووئيل چې، ”مونږ له څۀ کول په کار دى چې د خُدائ پاک د رضا کارونه وکړُو؟“ 29عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”د خُدائ پاک د رضا کار دا دے چې په هغه چا ايمان راوړئ چې هغۀ رالېږلے دے.“ 30نو هغوئ هغۀ ته ووئيل، ”نو تۀ مونږ ته کومه معجزه ښکاره کوې چې مونږ يې ووينو او په تا ايمان راوړو؟ تۀ څۀ کار کولے شې؟ 31لکه چې زمونږ پلار نيکۀ په صحرا کښې من وخوړل، صحيفې فرمائى چې، موسىٰ هم هغوئ له د آسمان نه من ورکړل چې وې خورى.“ 32بيا عيسىٰ جواب ورکړو، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې دا موسىٰ نۀ وو چې تاسو له يې د آسمان نه من درکړل بلکې دا زما پلار دے چې تاسو له د آسمان نه حقيقى روټۍ درکوى. 33ځکه چې د خُدائ پاک روټۍ هغه ده چې د آسمان نه راکوزيږى او دُنيا ته ژوندون ورکوى.“ 34نو هغوئ هغۀ ته ووئيل، ”مالِکه، مونږ ته دغه روټۍ همېشه راکوه.“ 35عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”زۀ د ژوندون روټۍ يم. څوک چې ما له راځى هغه به هيڅکله نۀ اوږى کيږى او څوک چې په ما ايمان راوړى هغه به هيڅکله نۀ تږى کيږى. 36خو ما تاسو ته وفرمائيل چې تاسو زۀ ليدلے يم او بيا هم په ما ايمان نۀ راوړئ. 37هر څوک چې پلار ما ته حواله کړى هغه به ما له راشى او څوک چې ما له راشى هغه به زۀ هيڅکله ونۀ شړم. 38ځکه چې زۀ د آسمان نه د خپلې رضا پوره کولو دپاره نۀ يم راکوز شوے بلکې د هغۀ د رضا پوره کولو دپاره چا چې زۀ رالېږلے يم. 39او دا د هغۀ رضا ده چا چې زۀ رالېږلے يم چې زۀ هغه ټولو نه يو هم ورک نۀ کړم څۀ چې هغۀ ما له راکړى دى بلکې د قيامت په ورځ يې راپاڅوم. 40ځکه چې دا زما د پلار مرضى ده چې هر څوک چې زوئ ووينى او په هغۀ ايمان راوړى، هغه به د ابدى ژوندون خاوند شى، او زۀ به هغوئ د قيامت په ورځ بيا راپاڅوم.“ 41په دې يهوديان د هغۀ په حقله وغورېدل ځکه چې هغۀ وفرمائيل چې، ”زۀ هغه روټۍ يم چې د آسمان نه راکوزه شوې ده.“ 42هغوئ ووئيل، ”ولې دا عيسىٰ د يوسف زوئ نۀ دے چې مونږ يې مور او پلار پېژنو، نو بيا څنګه هغه وائى چې زۀ د آسمان نه راکوز شوے يم؟“ 43نو عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”په خپلو کښې مۀ غورېږئ. 44څوک هم ما له تر هغې نۀ شى راتلے ترڅو چې هغه پلار چې زۀ يې رالېږلے يم هغه يې ما ته راونۀ لېږى، او زۀ به هغه د قيامت په ورځ راپاڅوم. 45دا د نبيانو په صحيفو کښې ليکلے شوى دى چې هغوئ ټولو ته به خُدائ پاک تعليم ورکړى. هر هغه څوک چې د پلار اورى او د هغۀ نه زده کوى هغه ما له راځى. 46هيچا پلار نۀ دے ليدلے بغېر د هغۀ نه چې د خُدائ پاک د طرفه دے، صرف هغۀ پلار ليدلے دے. 47زۀ تاسو ته رښتيا وايم څوک چې ايمان راوړى هغه د تل ژوندون خاوند دے. 48زۀ د ژوندون روټۍ يم. 49ستاسو پلار نيکونو په صحرا کښې من وخوړل خو هغوئ مړۀ شول. 50دا هغه روټۍ ده چې د آسمان نه راغلې ده، نو چې څوک دا روټۍ وخورى هغه به نۀ مرى. 51زۀ د ژوندون روټۍ يم چې د آسمان نه راکوزه شوې ده. څوک چې دا روټۍ وخورى هغه به تل ژوندے وى. او کومه روټۍ چې زۀ د دُنيا د ژوندون دپاره ورکوم هغه زما بدن دے.“ 52بيا د يهوديانو په مينځ کښې تېز بحث شروع شو، هغوئ ووئيل چې، ”دا سړے خپل بدن مونږ ته خوړلو له څنګه راکولے شى؟“ 53نو عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې ترڅو چې تاسو د اِبن آدم بدن ونۀ خورئ او د هغۀ وينه ونۀ څښئ نو تاسو کښې به ابدى ژوندون نۀ وى. 54څوک چې زما بدن وخورى او زما وينه وڅښى هغه د تل ژوندون خاوند دے او زۀ به يې د قيامت په ورځ راپاڅوم. 55زما بدن حقيقى خوراک دے او زما وينه حقيقى څښاک دے. 56څوک چې زما غوښه خورى او زما وينه څښى هغه په ما کښې او زۀ په هغۀ کښې اوسېږم. 57لکه څنګه چې ژوندى پلار زۀ راولېږلم او زۀ د پلار په وجه ژوندے يم، دغه شان څوک چې زما بدن وخورى هغوئ به زما په وجه ژوندى وى. 58دا هغه روټۍ ده چې د آسمان نه راکوزه شوې ده او دا د هغه روټۍ په شان نۀ ده چې ستاسو پلار نيکونو وخوړه او مړۀ شول. خو څوک چې دا روټۍ وخورى هغه به تل تر تله ژوندى وى.“
د تل ژوندون کلام
59عيسىٰ دا خبرې هغه وخت وکړې کله چې هغۀ په کفرنحُوم کښې په عبادتخانه کښې تعليم ورکولو. 60کله چې د هغۀ ډېرو مريدانو دا خبرې واورېدې هغوئ ووئيل چې، ”دا تعليم سخت دے، څوک دا منلے شى؟“ 61خو عيسىٰ خبر وو چې د هغۀ مريدان په دې حقله غوريږى، نو هغۀ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”ولې تاسو په دې خفه شوئ؟ 62بيا به تاسو څۀ سوچ کوئ کۀ تاسو اِبن آدم هغه ځائ ته په ختو ووينئ چرته چې هغه مخکښې وو؟ 63دا د خُدائ پاک روح دے چې ژوند ورکوى، انسانى بدن بې‌فائدې دے. کومې خبرې چې ما تاسو ته کړې دى هغه روح او ژوند دے. 64خو په تاسو کښې ځينې داسې دى چې ايمان نۀ راوړى.“ ځکه چې عيسىٰ ته د اول نه دا پته وه چې څوک به ايمان نۀ راوړى او څوک به په هغۀ مُخبرى کوى. 65بيا هغۀ وفرمائيل چې، ”دغه وجه ده چې ما تاسو ته وفرمائيل چې، هيڅوک هم ما ته نۀ شى راتلے ترڅو چې پلار ورته دا توفيق ورنۀ کړى.“ 66په دې وجه د عيسىٰ ډېر مريدان د هغۀ نه واوړېدل او نور د هغۀ سره نۀ ګرځېدل. 67نو عيسىٰ هغه دولسو مريدانو نه تپوس وکړو، ”ولې تاسو هم ما نه تلل غواړئ؟“ 68شمعون پطروس ورته جواب ورکړو، ”مالِکه، چا له به مونږ لاړ شُو؟ تا سره خو د تل ژوندون خبرې دى. 69زمونږ په تا ايمان دے او زمونږ په دې ايمان دے چې تۀ د خُدائ پاک قُدوس يې.“ 70عيسىٰ هغوئ ته جواب ورکړو، ”ولې ما تاسو دولس واړه غوره کړى نۀ يئ څۀ؟ خو په تاسو کښې يو کس شېطان دے.“ 71هغۀ د شمعون اِسکريوتى د زوئ يهوداه په حقله خبره کوله کوم چې په دولسو مريدانو کښې يو وو، او وروستو يې د عيسىٰ مُخبرى هم وکړله.

المحددات الحالية:

يوحنا 6: PYPB

تمييز النص

شارك

نسخ

None

هل تريد حفظ أبرز أعمالك على جميع أجهزتك؟ قم بالتسجيل أو تسجيل الدخول