زبور ۷
۷
اووم زبور
د عدالت دپاره دعا
(د داود سرود چې هغه د بنیامیني کوش له امله ووایه)
1 ای څښتنه، زما خدایه، ما پناه راوړې تاته
وژغوره ما خلاص کړه د دوی ټولو راپسې چې دي
2 هسې نه چې د زمریو په شان مې بوځي هغه ځای ته
چې مې څوک د خلاصون نه وي
ما به کړي ټوټې ټوټې په هغه ځای کې
3-4 ۳-۴ ای زما څښتنه خدایه زما
که مې کړې وي له چا سره بدي
یا مې کړی وي کوم دوست سره خیانت
یا بې سببه مې په خپل دښمن تېری کړی وي
که مې کړی وي کوم کار له دې کارونو
5 نو بیا پرېږده دښمنان مې راپسې شي او ما ګېر کړي
کړي پایمال مې او ما مړ کړي
هم عزت زما له خاورو سره خاورې
6 په خپل قهر کې راپورته شه څښتنه!
زما د دښمنانو د غضب په وړاندې شه راپورته
نو اوس راویښ شه ته زما دپاره
برقرار کړه عدالت چې ته یې غواړې
7 ټول قومونه دې خپل ځان باندې راټول کړه
حکومت وکړه په هغو له اسمانه
8 ته قاضي یې د ټولو قومونو
زما حق کې قضاوت وکړه څښتنه
ته پوهېږې چې صادق او بې ګناه یم
9 خدایه ته عادل یې عدالت کې
ته ازمایې زړه او فکر د هرچا
د بدکارو د بدیو مخه نیسه
اجر ورکړه هغه چاته چې نېکان دي
10 خدای دی سپر زما
هم ژغورونکی د هغو دی
چې په زړونو کې صادق وي
11 خدای دی عادل قاضي
بدکاران هره ورځ غندي
12 که دوی نه کړلې بدلې خپلې لارې
خدای به تېره کړي ورته خپله توره
هغه کشوي او تیاروي ورته لینده خپله
13 کړي به وژونکې وسله ورته تیاره
جوړوي ورته هم غشي سوځوونکي
14 ګورئ څنګه کوي فکر د بدۍ دا بدکاران
جوړوي د ځورولو پلانونه دروغ وایي
15 نورو خلکو ته چې دوی کیندي څاګانې
شي به په خپله ورګوزار په کې
16 ومومي سزا د خپلو بدو به
هغه ظلمونه به یې انبار شي په خپل سر باندې
17 شکر به وکړم له څښتنه د انصاف دپاره
څښتن تعالی ته به ثنا وایمه په سندرو سره
Àwon tá yàn lọ́wọ́lọ́wọ́ báyìí:
زبور ۷: APB
Ìsàmì-sí
Pín
Daako
Ṣé o fẹ́ fi àwọn ohun pàtàkì pamọ́ sórí gbogbo àwọn ẹ̀rọ rẹ? Wọlé pẹ̀lú àkántì tuntun tàbí wọlé pẹ̀lú àkántì tí tẹ́lẹ̀
Text of this book may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Afghan Pashto,
Copyright © 2023 UBS. Used by permission. All rights reserved.