Logotipo da YouVersion
Ícone de Pesquisa

زبور ۱۹

۱۹
نولسم زبور
د دنیا په پیدایښت کې د خدای لویي
(د سرود ویونکو د مشر دپاره: د داود زبور)
1 اسمانونه څومره ښه بیانوي د خدای جلال
کارنامې د لاس یې وایي فضا
2 هره ورځ یې اعلانوي راتلونکې ورځ ته
هره شپه یې تکراروي سبا شپې ته
3 نه کوي هغوی خبرې
نه اواز یې اورېدی شي
4 خو بیاهم د دوی پیغام ټولې دنیا ته ور رسیږي
د دوی خبرې د دنیا تر بل سره اورېدل کیږي
خدای خېمه ده لګولې په اسمان کې لمر دپاره
5 لمر راوځي لکه زوم د خپل مکانه
لکه څنګه چې خوشحال وي یو اتل مسابقې ته
6 لمر راخېژي د اسمان له یوه سره
او رسیږي تر بل سره
هېڅ شی پټ نه دی د هغه له ګرمۍ نه
د څښتن شریعت
7 د څښتن شریعت کامل دی
او تازه کوي روح
باوري دي ټول حکمونه د څښتن
ورکوي حکمت هغو ته چې ساده دي
8 دي سم د څښتن اصول
د خلکو زړونو ته خوښي ورکوي
پاک دي حکمونه د څښتن
ورکوي ذهن ته پوهه
9 وېره ښه ده له څښتنه
برقرار به وي مدام
د څښتن قضاوتونه دي برحقه
او همېش عادلانه دي
10 ده په زړه پورې د سوچه طلا نه ډېره هغه
ډېره خوږه ده د سوچه شاتو نه
11 ورکوي هغه اخطار د ستا خادم ته
که یې ومنم نو مومم به لوی اجر
12 نه شي څوک کولای چې په خپله خطا پوه شي
معاف کړه ای څښتنه خطاګانې نامعلومه مې
13 نو قصدي ګناه نه ما خوندي وساته
پرې یې نږدې چې په ما شي مسلطه
او بیا زه به شم کامل
شم به خلاص له ګناهونو لویو لویو
14 ای څښتنه، ای زما د پناه ځایه! ای زما ژغورونکیه!
شي منظورې دې خبرې او فکرونه زما تاته!

Atualmente Selecionado:

زبور ۱۹: APB

Destaque

Compartilhar

Copiar

None

Quer salvar seus destaques em todos os seus dispositivos? Cadastre-se ou faça o login