Logótipo YouVersion
Ícone de pesquisa

پېدايښت 1:6-4

پېدايښت 1:6-4 PYPB

کله چې بنى آدم په ټوله دُنيا کښې خوارۀ شول، نو د دوئ لوڼه پېدا کېدې، نو څۀ آسمانى مخلوق دا ښائسته پېغلې ولېدې، د خوښې پېغلې يې ترې بوتلې او وادۀ يې کړې. بيا مالِک خُدائ وفرمائيل، ”زۀ به بنى آدم نۀ پرېږدم چې هغوئ دې همېشه دپاره ژوندى وى، دا فانى مخلوق دے. د نن نه پس به دوئ د شپږ شلو کالو نه زيات ژوندى نۀ وى.“ په هغه ورځو کښې او هم داسې وروستو، په زمکه دېوان وُو چې هغوئ د بنيادمو د ښځو او د آسمانى مخلوق بچى وُو. هغوئ د هغه وخت تکړه او مشهور خلق وُو.