يو ځلې هغه په يوه ښاريه کښې وو چې هلته يو سړے وو چې سخت جذام پرې لګېدلے وو. هغۀ چې کله عيسىٰ وليدو نو هغه ورته په سجده پرېوتو او مِنت زارى يې ورته وکړه چې، ”مالِکه، کۀ تۀ وغواړې نو ما روغولے شې.“ عيسىٰ خپل لاس وراوږد کړو، او په هغۀ يې کېښودو او وې فرمائيل چې، ”آو، زۀ غواړم. پاک شه.“ او په هغه ساعت د جذام نه جک جوړ شو.