1
لوقا 34:23
Pakistani Yousafzai Pashto
عيسىٰ وفرمائيل، ”پلاره، دوئ معاف کړه. ځکه چې هغوئ نۀ پوهيږى چې څۀ کوى.“ سپاهيانو د هغۀ په جامو خسڼے واچولو او په خپلو کښې يې وويشلې.
Salīdzināt
Izpēti لوقا 23:34
2
لوقا 43:23
عيسىٰ جواب ورکړو، ”زۀ تا ته دا وايم چې تۀ به نن ما سره په جنت فردوس کښې يو ځائ يې.“
Izpēti لوقا 23:43
3
لوقا 42:23
او هغۀ ورته ووئيل، ”اے عيسىٰ، کله چې تۀ خپلې بادشاهۍ ته ورسيږى نو ما هم ياد ساته.“
Izpēti لوقا 23:42
4
لوقا 46:23
نو بيا عيسىٰ يوه تېزه کريکه وويسته او وې فرمائيل، ”اے پلاره، زۀ خپل روح ستا لاسونو ته سپارم.“ او دې وئيلو سره يې ساه ورکړه.
Izpēti لوقا 23:46
5
لوقا 33:23
کله چې هغوئ کوپړۍ نومې ځائ ته ورسېدل نو هلته يې هغه د دوو مجرمانو سره په سولۍ کړو. يو يې د هغۀ ښى او بل يې ورسره ګس لاس ته راځوړند کړے وو.
Izpēti لوقا 23:33
6
لوقا 44:23-45
د غرمې وخت وو او په ټوله زمکه تيارۀ راخوره شوه او د ماسپښين تر درېو بجو پورې وه. نمر پټ شو او د خُدائ د کور پړده په مينځ دوه شوه.
Izpēti لوقا 23:44-45
7
لوقا 47:23
نو د دې هر څۀ په ليدلو صوبه دار د خُدائ پاک ثنا ووئيله او وې وئيل چې، ”بېشکه چې دا سړے بېګناه وو.“
Izpēti لوقا 23:47
Mājas
Bībele
Plāni
Video