لوقا 25:21-27
لوقا 25:21-27 PYPB
په نمر، سپوږمۍ او په ستورو کښې به خاص نښې ښکاره شى. د سمندر د شور او چپو نه به په زمکه ټول قومونه پرېشانه وى. په خلقو کښې به په زمکه د پېښېدونکو واقعاتو د يرې له کبله ساه پاتې نۀ وى ځکه چې آسمانى طاقتونه به لړزولے شوى وى. بيا به هغوئ دا ووينى چې اِبن آدم به په وريځو کښې په ډېر شان او شوکت سره راروان وى.