عاموس 1:1-2
عاموس 1:1-2 PYPB
د عاموس پېغام، چې د تقوع ښار يو شپون وو. دا هغه پېغام دے څۀ چې هغۀ د زلزلې نه دوه کاله مخکښې د اِسرائيل په حقله په رويا کښې وليدل، کله چې عُزياه د يهوداه بادشاه وو او يربعام د يهوآس زوئ د اِسرائيل بادشاه وو. هغۀ وفرمائيل، ”مالِک خُدائ د صيون نه غړمبيږى، او د يروشلم نه غوريږى. د شپونکو د څرن ځايونه به اوچ شى، او د کرمل د غرۀ په سر واښۀ به مړاوے شى.“