YouVersion Logo
Search Icon

اعمال 29:8-31

اعمال 29:8-31 PYPB

نو بيا روحُ القُدس فيليپوس ته ووئيل چې، ”هغه ګاډۍ ته ورشه او ورسره نزدې روان اوسه.“ نو فيليپوس ګاډۍ ته ورمنډه کړه، نو وې ليدل چې هغه سړى د يشعياه نبى صحيفه لوستله. فيليپوس ترې تپوس وکړو چې، ”تۀ چې څۀ لولې د دې په مطلب هم پوهېږې؟“ هغۀ ورته ووئيل، ”زۀ به پرې څنګه پوهه شم ترڅو چې مې څوک د دې په مطلب پوهه نۀ کړى؟“ نو فيليپوس ته هغۀ دعوت ورکړو چې، ”ګاډۍ ته راوخېژه او ما سره کښېنه.“