YouVersion Logo
Search Icon

اعمال 2:2-4

اعمال 2:2-4 PYPB

ناګهانه د آسمان نه د تېز باد په شان آواز راغلو او په هغه ټول کور کښې خور شو چرته چې هغوئ ناست وُو. او هغوئ د اور په شان ژبې وليدلې چې په خپلو کښې جدا شوې، او په هغوئ هر يو نازلې شوې. او هغوئ ټول د روحُ القُدس نه معمور شول او په نورو ژبو يې خبرې شروع کړې څنګه چې روحُ القُدس د خبرو طاقت ورکړو.