13
ديارلسم باب
د برنباس او ساؤل انتخابول
1د اَنطاکيه په جماعت کښې نبيان او اُستاذان وُو، برنباس، شمعون چې په تور ياديږى، لوکيوس کرينى، مناهين چې د هيروديس حاکِم سره يو ځائ لوئ شوے وو، او ساؤل. 2کله چې هغوئ د مالِک عبادت کولو او روژه يې نيولې وه نو روحُ القُدس ورته وفرمائيل، ”برنباس او ساؤل زما د هغه کار دپاره منتخب کړئ د څۀ دپاره چې ما هغوئ رابللى دى.“ 3نو د روژې نيولو او دُعا کولو نه پس هغوئ د برنباس او ساؤل په سر خپل لاسونه کېښودل او رُخصت يې کړل.
په قبرص کښې د رسولانو بيان
4هغوئ دواړه د روحُ القُدس په وسيله ولېږلے شول، او هغوئ سلوکيه ته ښکته لاړل او بيا د هلته نه په سمندرى جهاز کښې قبرص ته لاړل. 5کله چې هغوئ سَلميس ته راورسېدل نو هغوئ د خُدائ پاک کلام د يهوديانو په عبادتخانو کښې واورولو او د هغوئ سره يوحنا هم د مددګار په توګه وو. 6هغوئ تر پافُس پورې په ټوله جزيره کښې وګرځېدل. هلته هغوئ يو يهودى جادوګر سره مِلاو شول، چې د دروغو نبى وو او نوم يې بريسوع وو. 7هغه د سرګيوس پولوس ګورنر ملګرے وو. ګورنر يو هوښيار سړے وو. هغۀ برنباس او ساؤل راوبلل ځکه چې هغۀ غوښتل چې د خُدائ پاک کلام واورى. 8خو جادوګر چې په يونانۍ کښې ورته اِليماس وائى، د هغوئ مخالفت وکړو او دا کوشش يې کولو چې ګورنر ايمان رانۀ وړى. 9خو ساؤل چې ورته پولوس هم وائى د روحُ القُدس نه معمور وو، اِليماس ته يې نېغ کتل، 10او ورته يې ووئيل چې، ”اے د اِبليس زويه، اے د صداقت دشمنه، اے ټګه او د شرارت نه ډکه. ولې تۀ د مالِک د نېغو لارو د کږولو نه نۀ منع کيږى؟ 11خو ګوره اوس، مالِک خُدائ ستا خلاف شو. تۀ به ړوند شې او د څۀ وخت پورې به تۀ د نمر رڼا نۀ وينې.“ سمدستى د هغۀ په سترګو خړه راغله او په ټَپو شو او بيا هغۀ لاسونه ټپول چې د لاس نه يې څوک ونيسى او بو يې ځى. 12کله چې ګورنر دا هر څۀ وليدل نو ايمان يې راوړو، ځکه چې هغه د مالِک په حقله د تعليم په وجه ډېر متاثره شو.
د پولوس رسول او برنباس بيان د پيسيديه په اَنطاکيه کښې
13پولوس او د هغۀ ملګرى د پافُس نه په سمندرى جهاز کښې پرګې ته لاړل چې په پمفوليه کښې ده. نو يوحنا ترې جدا شو او يروشلم ته واپس لاړو. 14خو د پرګې نه هغوئ پيسيديه اَنطاکيه ته لاړل. د سبت په ورځ هغوئ عبادتخانې ته لاړل او کښېناستل. 15د شريعت او د نبيانو د صحيفو لوستلو نه وروستو د عبادتخانې منتظيمينو هغوئ خبردار کړل چې، ”وروڼو، کۀ تاسو سره د خلقو د ډاډه کولو دپاره څۀ کلام وى نو مهربانى وکړئ هغه بيان کړئ.“ 16نو پولوس راوچت شو او خلقو ته يې د چپ کېدلو اِشاره وکړه، او وې وئيل، ”اے بنى اِسرائيلو او غېريهوديانو تاسو څوک چې د خُدائ پاک نه يرېږئ نو زما خبره واورئ. 17د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک زمونږ پلار نيکونه منتخب کړل او کله چې لا هغوئ مهاجر وو نو د هغوئ نه يې په مِصر کښې يو لوئ قوم جوړ کړو. او هغوئ يې د مِصر د غلامۍ نه په خپل لوئ قُدرت سره را آزاد کړل. 18خو تر څلوېښتو کالو پورې هغۀ په صحرا کښې د دوئ چال چلن وزغملو. 19د کنعان په مُلک کښې د اووۀ قومونو بربادولو نه پس هغۀ د هغوئ زمکه خپلو خلقو له په ميراث کښې ورکړه. 20او دا تقريباً په څلور نيمو سوو کالو کښې سر ته ورسېدله. د هغې نه پس هغۀ د سموئيل نبى تر زمانې پورې هغوئ ته قاضيان منتخب کړل. 21بيا هغوئ يو بادشاه وغوښتو، او خُدائ پاک هغوئ له د قيس زوئ ساؤل ورکړو، چې د بنيامين د قبيلې نه وو. او هغۀ تر څلوېښتو کالو پورې حکومت وکړو. 22خو خُدائ پاک ساؤل لرې کړو او داؤد يې د هغۀ په ځائ بادشاه مقرر کړو، چې د چا په حقله چې خُدائ پاک داسې وفرمائيل، ”د يَسى زوئ داؤد زما په نقش قدم روان دے، هغه به زما ټوله رضا سر ته ورسوى.“ 23د دې سړى د نسل نه خُدائ پاک د خپل قول په مطابق د بنى اِسرائيلو دپاره خلاصونکے عيسىٰ راولېږلو. 24يحيىٰ د عيسىٰ د راتلو نه وړاندې د بنى اِسرائيلو ټولو خلقو ته بيان وکړو چې توبه ګار شئ او بپتسمه واخلئ. 25کله چې يحيىٰ خپل خِدمت پوره کولو نو هغۀ ووئيل چې، ”زۀ هغه مسيح نۀ يم کوم چې ستاسو خيال دے، خو زما نه پس هغه څوک راروان دے چې زۀ د هغۀ د پېزار د تسمو د پرانستلو جوګه هم نۀ يم.“ 26زما وروڼو، تاسو چې د اِبراهيم اولاد يئ او غېريهوديان چې د خُدائ پاک نه يره کوئ، مونږ ته د خلاصون دا پېغام رالېږلے شوے دے. 27د يروشلم خلقو او د هغوئ مشرانو عيسىٰ ونۀ پېژندلو، د هغۀ په مجرم کولو هغوئ د نبيانو هغه کلام پوره کړو چې د هر سبت په ورځ به تلاوت کېدو. 28سره د دې چې هغوئ سره د هغۀ د مرګ د سزا څۀ ثبوت نۀ وو خو بيا يې هم پيلاطوس ته ووئيل چې هغه قتل کړى. 29کله چې هغوئ هغه هر څۀ پوره کړل کوم چې د هغۀ په حقله په صحيفو کښې ليکلى وُو نو هغوئ هغه د سولۍ نه راکوز کړو او په قبر کښې يې کېښودلو. 30خو خُدائ پاک عيسىٰ د مړو نه بيا راژوندے کړو. 31او کوم خلق چې د هغۀ سره د ګليل نه يروشلم ته راغلى وُو، هغوئ هغه تر ډېرو ورځو پورې وليدلو. هغوئ اوس زمونږ د قوم خلقو ته د هغۀ ګواهان دى. 32او مونږ تاسو ته يې هغه زيرے راوړو چې خُدائ پاک زمونږ د پلار نيکونو سره وعده کړې وه. 33خُدائ پاک دا وعده زمونږ دپاره، چې مونږ د هغوئ اولاد يُو، د عيسىٰ د مړو نه بيا ژوندى کولو سره پوره کړله، لکه چې دا په دوېم زبور کښې ليکلى دى چې، ”تۀ زما زوئ يې او د نن نه زۀ ستا پلار شوم.“ 34او خُدائ پاک د هغۀ سره د مړو نه د بيا راژوندى کولو وعده وکړه او په قبر کښې خاورې کېدو ته يې پرې نۀ ښودو، او خُدائ پاک وفرمائيل چې، ”زۀ به تاسو ته د داؤد سره وعده کړے شوى پاک او حقيقى نعمتونه درکړم.“ 35بيا هغه د زبور په بل ځائ کښې داسې فرمائيلى دى چې، ”تۀ به په خپل قُدوس د خاورې کېدو ساعت رانۀ ولې.“ 36ځکه کله چې داؤد په خپله پيړۍ کښې د خُدائ پاک د مرضۍ خِدمت پوره کړو نو هغه مړ شو او د خپل پلار نيکونو سره ښخ شو او د هغۀ بدن خاورې شو، 37خو هغه څوک چې خُدائ پاک بيا د مړو نه ژوندے کړو هغه خاورې نۀ شو. 38نو ځکه زما وروڼو، زۀ غواړم چې تاسو پوهه شئ چې د عيسىٰ په وسيله تاسو ته د ګناهونو د معافۍ اعلان کيږى. 39او هر څوک چې په عيسىٰ ايمان راوړى، د هغۀ په وسيله به د هغۀ هره هغه ګناه معاف شى کومه چې د موسىٰ په شريعت کښې معاف کېدے نۀ شوله. 40نو بيا خبردار شئ چې په تاسو کښې هغه څۀ رانۀ شى څۀ چې نبيانو وئيلى دى چې، 41وګورئ اے سپکو خلقو، حېران او تباه شئ، ځکه چې زۀ به ستاسو د ژوند په دوران کښې يو داسې کار وکړم چې تاسو به پرې يقين نۀ کوئ کۀ تاسو ته وئيلے شوى هم وى.“ 42کله چې پولوس او برنباس د عبادتخانې نه بهر وتل نو خلقو ورته مِنت زارى وکړه چې په راتلونکى سبت مونږ ته بيا د دې موضوع په حقله خبرې وکړئ. 43نو چې کله ګڼه خوره شوه نو ډېر يهوديان او نوې يهوديان شوى کسان پولوس او برنباس له ورغلل او پولوس او برنباس دوئ ته مِنت وکړو چې د خُدائ پاک په فضل کښې قائم پاتې شئ. 44په بل سبت تقريباً د ښار ټول خلق د مالِک خُدائ کلام اورېدو ته راغونډ شول. 45خو چې يهوديانو دا ګڼه وليده نو هغوئ د ډېر حسد نه اور واخستو او د پولوس د خبرو مخالفت يې وکړو او وې کنځلو. 46بيا پولوس او برنباس په ډاګه ووئيل چې، ”دا ضرورى وه چې اول دې تاسو بنى اِسرائيلو ته د خُدائ پاک کلام واورولے شى، خو چې تاسو يې نۀ قبلوئ او خپل ځانونه د تل عُمرى ژوندون لائق نۀ ګڼئ، نو اوس مونږ غېريهوديانو ته دعوت ورکوو. 47ځکه چې مالِک مونږ ته دا حُکم راکړے دے چې، زۀ به تا د قومونو دپاره رڼا وګرځوم نو چې دغه شان تۀ زما خلاصون ټولې دُنيا ته ورسوې.“ 48کله چې غېريهوديانو دا واورېدل نو ډېر خوشحاله شول او د مالِک د کلام دپاره شُکر ګزار شول او هغوئ څوک چې د تل عُمرى ژوندون دپاره غوره شوى وُو، ايمان يې راوړو. 49نو په هغه ټول مُلک کښې د مالِک خُدائ کلام خور شو. 50خو يهوديانو ديندارې او عزتمندې ښځې او د ښار مشران د پولوس او برنباس خلاف کړل، او د هغوئ په تکليف رسولو يې لاس پورې کړو او دغه شان يې هغوئ د ښار نه بهر کړل. 51نو هغوئ د احتجاج په طور د خپلو پښو نه د هغوئ خلاف دوړه وڅنډله او اِکونيوم ته لاړل. 52او مريدان د خوشحالۍ او روحُ القُدس نه معمور وُو.