1
لوقا 38:6
Pakistani Yousafzai Pashto
ورکړئ، نو تاسو ته به واپس درکړے شى. نو ستاسو جولۍ ته به ستاسو برخه ښۀ منډلې دربلې ښۀ ډکه تر خولې خولې واپس مِلاو شى. نو چې څنګه تاسو د بل ناپ تول کوئ دغه رنګ به واپس ستاسو ناپ تول کولے شى.“
Compare
Explore لوقا 6:38
2
لوقا 45:6
ښۀ سړے به د خپل زړۀ د خزانې نه ښۀ څيزونه راوباسى او بد سړے به د خپل زړۀ د بدې خزانې نه بدې خبرې وباسى، ځکه چې کومې خبرې چې په خولۀ راځى هغه د زړۀ نه راوځى.
Explore لوقا 6:45
3
لوقا 35:6
خو تاسو د خپلو دشمنانو سره مينه او نېکى کوئ او قرض بغېر د څۀ لالچه ورکوئ. نو تاسو به ډېر لوئ اجر ومومئ. تاسو به بيا د خُدائ تعالىٰ زامن شئ ځکه چې هغه په خپله هم په ناشُکرو او په شريرانو مهربانه دے.
Explore لوقا 6:35
4
لوقا 36:6
ترس ناک شئ لکه څنګه چې ستاسو پلار هم ترس ناک دے.
Explore لوقا 6:36
5
لوقا 37:6
په نورو اِلزام مۀ لګوئ نو په تاسو به هم اِلزام ونۀ لګولے شى. بل څوک مۀ مجرموئ نو تاسو به هم مجرم ونۀ ګڼلے شئ. معاف کوئ نو تاسو به هم معاف کړے شئ.
Explore لوقا 6:37
6
لوقا 27:6-28
خو ما ته غوږ شئ چې زۀ درته څۀ وايم د خپلو دشمنانو سره مينه کوئ او څوک چې ستاسو نه نفرت کوى د هغوئ سره ښۀ کوئ. د هغوئ دپاره برکت غواړئ څوک چې په تاسو لعنت کوى او د هغوئ دپاره دُعا کوئ څوک چې تاسو بېعزته کوى.
Explore لوقا 6:27-28
7
لوقا 31:6
د نورو سره داسې سلوک کوئ لکه څنګه سلوک چې تاسو د ځان دپاره غواړئ.
Explore لوقا 6:31
8
لوقا 29:6-30
کۀ څوک تاسو په يو مخ ووهى نو هغۀ ته بل مخ هم ورواړوئ. کۀ څوک ستاسو چُوغه واخلى نو هغۀ ته خپل قميص هم ورکړئ. څوک هم چې ستاسو نه څۀ وغواړى هغوئ له يې ورکړئ. کله چې تاسو نه څوک هم ستاسو څيز واخلى نو د هغۀ نه يې بيا تپوس مۀ کوئ.
Explore لوقا 6:29-30
9
لوقا 43:6
هيڅکله ښۀ ونه بده مېوه نۀ نيسى، او هيڅکله بده ونه ښۀ مېوه نۀ نيسى،
Explore لوقا 6:43
10
لوقا 44:6
ځکه چې هره ونه په خپلې مېوې پېژندلے کيږى. تۀ د ازغو بوټو نه اينځر نۀ شې راټولولے او نۀ د جاړو بوټو نه انګور راشوکولے شى.
Explore لوقا 6:44
Home
Bible
Plans
Videos