د ناشتې نه پس عيسىٰ شمعون پطروس ته وفرمائيل، ”شمعونه د يوحنا زويه، تۀ د نورو ټولو نه ما سره زياته مينه کوې څۀ؟“ هغۀ جواب ورکړو چې، ”آو مالِکه، تا ته پته ده چې زۀ تا سره مينه کوم.“ عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل چې، ”نو بيا زما ګډورى وڅروه.“ په دوېم ځل هغۀ ورته وفرمائيل چې، ”شمعون د يوحنا زويه، تۀ ما سره مينه کوې؟“ پطروس ورته ووئيل، ”آو، مالِکه، تا ته ښۀ پته ده چې زۀ تا سره مينه کوم.“ عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”نو بيا زما ګډې سمبالې کړه.“ په درېم ځل عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل چې، ”شمعون د يوحنا زويه، تۀ ما سره مينه کوې؟“ پطروس په دې خبره غمژن شو ځکه چې هغۀ ترې په درېم ځل دا تپوس وکړو چې، ”تۀ ما سره مينه کوې؟“ هغۀ ووئيل، ”مالِکه، تا ته د هر څۀ ښۀ پته ده. تۀ په دې پوهېږې چې زۀ تا سره مينه کوم.“ عيسىٰ وفرمائيل، ”زما ګډې وڅروه.