1
يوحنا 11:2
Pakistani Yousafzai Pashto
د ګليل په قانا کښې د عيسىٰ دا وړومبۍ معجزه او نښه وه چې عيسىٰ پرې خپله لوئى څرګنده کړه، او د هغۀ مريدانو په هغۀ ايمان راوړو.
Compare
Explore يوحنا 2:11
2
يوحنا 4:2
عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”مورې، دا زما کار نۀ دے، زما وخت لا نۀ دے راغلے.“
Explore يوحنا 2:4
3
يوحنا 7:2-8
عيسىٰ خادِمانو ته وفرمائيل چې، ”دا چاټۍ د اوبو نه ډکې کړئ.“ او هغه هغوئ تر خولې خولې کړې. بيا هغۀ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”څۀ ترې وباسئ او د مېلمستيا مشر له يې يوسئ.“ او هغوئ هم دغسې وکړل.
Explore يوحنا 2:7-8
4
يوحنا 19:2
عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”دا د خُدائ کور ونړوئ او زۀ به يې په درېو ورځو کښې بيا ودروم.“
Explore يوحنا 2:19
5
يوحنا 15:2-16
عيسىٰ د پړى کوړه جوړه کړه او د خُدائ د کور نه يې سوداګر، ګډې او غوَيان بهر وشړل. هغۀ د صرافانو تختې نسکورې کړې، او د هغوئ پېسې يې ونوستلې، بيا هغۀ د کونترو خرڅوونکو ته وفرمائيل، ”دا څيزونه دلته نه اخوا کړئ زما د پلار د کور نه بازار مۀ جوړَوئ.“
Explore يوحنا 2:15-16
Home
Bible
Plans
Videos