1
يعقوب 17:3
Pakistani Yousafzai Pashto
خو چې کوم حِکمت د آسمان نه راځى، اول خو هغه پاک وى، بيا صُلح خوښوونکے، نرم مزاجه، تربيت خوښوونکے، د رحم او د ښو مېوو نه ډک، بې له طرفدارۍ او رياکارۍ وى.
Compare
Explore يعقوب 3:17
2
يعقوب 13:3
په تاسو کښې څوک هوښيار او پوهه شته دے؟ هغه دې په خپلو کارونو د نېک چال چلن په وسيله او هغه عاجزۍ سره دې دا خبره ثابته کړى، چې د حِکمت نه پېدا کيږى.
Explore يعقوب 3:13
3
يعقوب 18:3
او صُلح کوونکى د صُلحې سره داسې تخم کَرى چې د صداقت مېوې ترې پېدا کيږى.
Explore يعقوب 3:18
4
يعقوب 16:3
ځکه چې چرته چې کينه او خود غرضى وى، هلته به فساد او هر قِسم شرارت هم کيږى.
Explore يعقوب 3:16
5
يعقوب 9:3-10
هم په دې ژبه مونږ د مالِک او پلار ثنا وايو، او هم په دې مونږ هغوئ ته چې د خُدائ پاک په صُورت پېدا شوى دى، ښېرې کوُو. هم د دې يوې خولې نه برکت او هم ښېرې راوځى. اے زما وروڼو او خوېندو، په کار نۀ دى چې داسې وشى.
Explore يعقوب 3:9-10
6
يعقوب 6:3
او ژبه هم اور دے، دا زمونږ په اندامونو کښې د شرارت يوه دُنيا ده، دا په ټول وجود کښې بدى پېدا کوى او زمونږ په ټول ژوندون کښې اور لګوى، او په خپله د دوزخ په اور کښې سوزيږى.
Explore يعقوب 3:6
7
يعقوب 8:3
خو څوک هم ژبه په قابو کښې نۀ شى راوستلے. دا يوه نا آرامه بلا ده او د وژونکى زهر نه ډکه ده.
Explore يعقوب 3:8
8
يعقوب 1:3
اے زما وروڼو او خوېندو، په تاسو کښې دې اُستاذان زيات نۀ شى ځکه چې تاسو ته پته ده چې مونږ څوک چې اُستاذان يُو، راسره به لا نور ډېر سخت حساب کِتاب کيږى.
Explore يعقوب 3:1
Home
Bible
Plans
Videos