1
پېدايښت 5:45
Pakistani Yousafzai Pashto
اوس مۀ خفه کېږئ او مۀ خپل ځانونه ملامته کوئ چې تاسو دلته زۀ خرڅ کړم. بېشکه زۀ خُدائ پاک ستاسو نه مخکښې دلته راولېږلم چې د خلقو ژوند بچ کړم.
Compare
Explore پېدايښت 45:5
2
پېدايښت 8:45
نو دا تاسو نۀ وئ، بلکې خُدائ پاک وو چې هغۀ زۀ دلته راولېږلم. هغۀ زۀ د فِرعون د ټولو نه لوئ وزير، د هغۀ د دربار مشر او په ټول مِصر مشر جوړ کړے يم.
Explore پېدايښت 45:8
3
پېدايښت 7:45
خُدائ پاک زۀ ستاسو نه مخکښې دلته رالېږلے يم چې تاسو په دُنيا کښې داسې په عجيبه طريقه بچ شئ او چې دا خبره يقينى وى چې تاسو او ستاسو اولاد ژوندى پاتې شئ.
Explore پېدايښت 45:7
4
پېدايښت 4:45
بيا يوسف هغوئ ته وفرمائيل، ”ما ته لږ رانزدې شئ.“ او هغوئ ورنزدې شول نو هغۀ ورته وفرمائيل، ”زۀ ستاسو هغه ورور يوسف يم، کوم چې تاسو په مِصريانو خرڅ کړے وو.
Explore پېدايښت 45:4
5
پېدايښت 6:45
دا خو په زمکه د قحط صِرف دوېم کال دے، پينځۀ نور کالونه به هم وى چې کَرل او رېبل به په کښې نۀ کيږى.
Explore پېدايښت 45:6
6
پېدايښت 3:45
يوسف خپلو وروڼو ته وفرمائيل، ”زۀ يوسف يم. ولې زما پلار لا ژوندے دے؟“ خو چې د هغۀ وروڼو دا واورېدل، هغوئ دومره ويرېدل چې هغوئ خبرې هم نۀ شوې کولے.
Explore پېدايښت 45:3
Home
Bible
Plans
Videos