1
پېدايښت 16:41
Pakistani Yousafzai Pashto
يوسف جواب ورکړو، ”صاحِبه، زۀ دا نۀ شم کولے، خو خُدائ پاک به تا ته ښۀ تعبير درکړى.“
Compare
Explore پېدايښت 41:16
2
پېدايښت 38:41
او فِرعون هغوئ ته ووئيل، ”مونږ ته به هيڅکله هم د يوسف نه ښۀ سړے مِلاو نۀ شى، يو داسې سړے چې په هغۀ کښې د خُدائ پاک روح وى.“
Explore پېدايښت 41:38
3
پېدايښت 39:41-40
فِرعون يوسف ته ووئيل، ”خُدائ پاک تا ته دا هر څۀ ښودلى دى، نو دا ښکاره خبره ده چې ستا نه لوئ هوښيار او ښۀ عقلمند کس بل نشته. زۀ به تا د خپل مُلک مشر جوړ کړم او زما ټول خلق به ستا حُکم منى. تۀ به ما پسې دوېم اختيارمند سړے يې.
Explore پېدايښت 41:39-40
4
پېدايښت 52:41
هغۀ دا هم ووئيل، ”خُدائ پاک زما د تکليف په مُلک کښې ما له بچى راکړى دى.“ نو هغۀ په خپل دوېم زوئ اِفرائيم نوم کېښودو.
Explore پېدايښت 41:52
5
پېدايښت 51:41
هغۀ ووئيل، ”خُدائ پاک زما ټولې سختۍ او زما د پلار ټول خاندان زما نه هېر کړے دے.“ نو يوسف په خپل مشر زوئ منسى نوم کېښودو.
Explore پېدايښت 41:51
Home
Bible
Plans
Videos