نو بيا حنانياس روان شو او هغه کور ته ورننوتو او د ساؤل په سر يې خپل لاس کېښودو او وې وئيل چې، ”زما وروره ساؤله، کله چې تۀ دلته راروان وې کوم مالِک عيسىٰ چې تا ته په لارې خپل ځان څرګند کړو، هغۀ زۀ تا له رالېږلے يم چې ستا نظر دوباره راشى او تۀ د روحُ القُدس نه معمور شې.“ او سمدستى لکه د پوټکى په شان څيز د ساؤل د سترګو نه لرى شو او هغه واپس بينا شو. بيا هغه پاڅېدو او بپتسمه يې واخسته.