مالِک خُدائ هغۀ ته وفرمائيل، ”بهر لاړ شه او د غرۀ په سر باندې زما په وړاندې ودرېږه.“ بيا مالِک خُدائ تېر شو او يوه زبردسته هوا يې راولېږله چې هغې غرونه وشلول او کاڼى يې دړې وړې کړل، خو مالِک خُدائ په هوا کښې نۀ وو. هوا بنده شوه او بيا زلزله راغله، خو مالِک خُدائ په زلزله کښې هم نۀ وو.