1
لوقا 10:16
Pakistani Yousafzai Pashto
کوم سړے چې په لږ کار کښې ديانتداره وى، هغه به په غټ کار کښې هم ديانتداره وى او کوم سړے چې په لږ کښې بدديانته وى، هغه به په ډېرو کښې هم بدديانته وى.
قارن
اكتشف لوقا 16:10
2
لوقا 13:16
يو غلام هم د دوو مالِکانو خِدمت نۀ شى کولے، ځکه چې يا خو به هغه د يو نه نفرت کوى او د بل سره مينه، او يا به هغه د يو وفادار وى او د بل نه به کرکه کوى. تاسو د خُدائ پاک او د مال دولت دواړو يو ځائ خِدمت نۀ شئ کولے.“
اكتشف لوقا 16:13
3
لوقا 11:16-12
نو کۀ چرې تاسو ځان د دې دُنيا په دولت کښې ديانتداره ثابت نۀ کړو نو په حقيقى دولت کښې به په تاسو باندې څوک اِعتبار وکړى؟ او کۀ چرې تاسو په پردى مال دولت کښې ځان بدديانته ثابت کړے وى نو بيا به داسې څوک وى چې تاسو له به خپل مال دولت درکړى؟
اكتشف لوقا 16:11-12
4
لوقا 31:16
اِبراهيم جواب ورکړو، کۀ چرې هغوئ د موسىٰ او د نورو نبيانو خبرو ته غوږ نۀ ږدى نو کۀ څوک د قبر نه ورپاڅى هم نو هغوئ به پرې باور ونۀ کړى.“
اكتشف لوقا 16:31
5
لوقا 18:16
کوم سړے چې خپله ښځه طلاقه کړى او د بلې سره وادۀ وکړى نو هغه زنا کوى او هغه سړے څوک چې د طلاقې شوې ښځې سره وادۀ وکړى نو هغه هم زنا کوى.
اكتشف لوقا 16:18
الصفحة الرئيسية
الكتاب المقدس
خطط
فيديو